ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني اوسېدونکې بخت بي بي: پنځه اولادونه مې پر خوارځواکۍ اخته دي

د غزني اوسېدونکې بخت بي بي: پنځه اولادونه مې پر خوارځواکۍ اخته دي

author avatar
18 May 2022 - 19:16
د غزني اوسېدونکې بخت بي بي: پنځه اولادونه مې پر خوارځواکۍ اخته دي
author avatar
18 May 2022 - 19:16

غزني (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۱): د غزني د ده‌یک ولسوالۍ اوسېدونکې بخت بي بي نږدې یوولس کاله کېږي چې واده شوې، خو تر اوسه یې ۱۲ اولادونه نړۍ ته راوړي؛ له ډلې یې مشر زوی او لور دوه کاله وړاندې په هوایي برید کې ووژل شول او پاتې یو شمېر یې پر خوارځواکۍ اخته دي.

بخت بي بي چې اوس له خپلو دوو نویو زېږېدلو ماشومانو سره د غزني په ولایتي روغتون کې بستر ده، ډاکټران وایي چې خپله بخت بي بي هم پر خوارځواکۍ اخته شوې.

دا مېرمن وایي، دوه کاله وړاندې کله چې یې په سیمه کې هوایي برید وشو، نو دوه اولادونه یې هم په کې ووژل شول.

هغه زياتوي، دوه ځلې یې غبرګ اولادونه زېږېدلي او خاوند یې د اولادونو د پېداېښت ترمنځ واټن نه مراعاتوي.

بخت بي بي وایي: «پنځه میاشتې وړاندې مې دوه غبرګ اولادونه نړۍ ته راوړل چې اوس دواړه پر خوارځواکۍ اخته دي؛ سربېره پر دې اوس په نس کې د درېیو میاشتو اولاد هم لرم، ډاکټران راته وایي چې ته خپله هم پر خوارځواکۍ اخته یې.»

د نوموړې په وينا، څو ځلې یې خاوند ته ویلي، بلکې خاوند یې هم غواړي چې د اولاد ترمنځ يې واټن پیدا کړي، خو د دې کار لپاره دوی هیڅ معلومات نه لري چې څنګه دا کار وکړي.

هغه چې اوس د اولادونو په پالنه کې ستړې ده، زياتوي چې پنځه اولادونه یې پر خوارځواکۍ اخته دي او پاتې نور یې هم وخت ناوخته ناروغه وي.

نوموړې وايي: «موږ غواړو چې د اولادونو ترمنځ واټن وي، خو څنګه؟ موږ په دې برخه کې هیڅ معلومات نه لرو، هیچا معلومات نه دي راکړي، اوس ډاکټرانو څه ناڅه معلومات راکړل، خو اوس ناوخته ده، ځکه د درېیو میاشتو اولاد په نس کې لرم.»

د بخت بي بي ډاکټره بي بي عایشه وایي، د بخت بي بي نه یوازې اولادونه پر خوارځواکۍ اخته دي، بلکې خپله بخت بي بي هم خوارځواکه شوې ده.

د هغې په خبره، د پرله پسې اولادونو زېږول د بخت بي بي ناروغي زیاته کړې او که دا حالت دوام پیدا کړي، نو دا د دې او اولادونو د مرګ سبب ګرځي.

دا ډاکټره زياتوي: «په وخت سره د دې او ماشومانو وضعيت ښه کېږي، عادي حالت ته به را وګرځي، خو که چېرته د اولادونو راوړل همداسې دوام وکړي، دا یې ژوند ته لويه خطره ده.»

د نوموړې په وينا، د اولادونو ترمنځ د واټن په اړه یې معلومات ورکړي، څو راتلونکي کې د خپلو اولادونو د زیږون ترمنځ واټن رامنځته کړي.

د غزني د ولایتي روغتون رییس ډاکټر بازمحمد همت وایي، د تېرو کلونو په پرتله تېر کال او سږ کال په غزني کې د خوارځواکۍ پېښې ډېرې شوې چې مهم لاملونه یې بېوزلي او د اولادونو د زېږون ترمنځ د واټن نه مراعتول دي.

هغه زياتوي: «د تېر کال له پیله تر اوسه یوازې موږ سره نږدې ۱۵۰۰ د خوارځواکۍ پېښې ثبت شوي دي چې نظر نورو کلونو ته بېخي زیاتې دي.»

د همت د معلوماتو له مخې، خلکو ته عامه پوهاوی نه رسېدل، د خلکو اقتصادي ستونزې، روغتیایي اسانتیاوو ته نه لاسرسی هغه لاملونه دي چې د خوارځواکې پېښې زیاتولی شي.

باید وویل شي چې نه یوازې په غزني کې د خوارځواکۍ پېښې زیاتې شوې، بلکې د هېواد په نورو سیمو کې هم دا ناروغۍ ډېره شوې ده.

Visits: 189

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.