ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هند په افغانستان کې د خپل سفارت بیا پرانیستل ارزوي

هند په افغانستان کې د خپل سفارت بیا پرانیستل ارزوي

author avatar
17 May 2022 - 19:31
هند په افغانستان کې د خپل سفارت بیا پرانیستل ارزوي
author avatar
17 May 2022 - 19:31

کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۱): یوې هندي رسنۍ خبر ورکړی چې هېواد یې په کابل کې د خپل سفارت پر بیا پرانیستلو غور کوي او په دې اړه د افغانستان له سرپرست حکومت سره په خبرو بوخت دی.

د «انډین ایکسپریس» په نوم مشهورې هندۍ ورځپاڼې په نوي ډیلي کې د حکومتي سرچینو په حواله لیکلي چې د هند د امنیتيی کارمندانو یوې ډلې د وضعیت د ارزونې په موخه د روان ۲۰۲۲ زېږدیز کال په فبروري میاشت کې کابل ته سفر هم کړی وو.

د سرچینې په حواله، هند په افغانستان کې د خپل سفارت پر بیا پرانیستلو غور کوي څو د دواړو هېوادونو تر منځ سفارتي چارې بیا فعاله شي.

ورځپاڼه زیاتوي، اوسمهال افغانستان ته د جګپوړو ډیپلوماټانو د استولو کوم پلان نشته، خو د کابل سفارت به له ځايي همکارانو سره د اړیکو لپاره کارول کېږي چې د اړتیا پر مهال دا لړۍ تر کونسلي خدماتو غځېدلای شي.

خو د سرچینې د څرګندونو له مخې، نوي ډيلي روښانه کړې چې د دوی د دغه کار موخه د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت پېژندل نه دي.

هندي رسنۍ داسې مهال په کابل کې د هند د سفارت د بیا پرانیستلو په اړه دغه خبر خپروي چې تېره ورځ د دغه هېواد په پلازمېنه نوي ډیلي کې د شانګهای د همکاریو سازمان یوه غونډه وشوه چې افغانستان یې د اجنډا په سر کې ځای درلود.

د کتونکو په باور، د دې غونډې کوربه هېواد هند په دې ډله کې یواځینی هېواد دی چې لا یې په افغانستان کې خپل سفارت نه دی پرانیستی او همدا هغه مهم ټکی دی چې نوی ډیلی یې په کابل کې د خپل سفارت د بیا پرانیستلو په اړه غور کولو ته هڅولی دی.

په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام د سقوط پر مهال له هند پرته پاکستان، چین، روسیه او ایران هغه هېوادونه وو چې په کابل کې یې په بشپړ ډول خپل سفارتونه نه وو تړلي.

له هغه را وروسته د منځني اسیا پنځو هېوادونو هم په یوه شکل له سرپرست حکومت سره سفارتي اړیکې ساتلې دي.

دغه راز وروسته بیا د امریکا متحده ایالاتو په کابل کې د خپلو سفارتي فعالیتونو د روانو ساتلو په موخه په تېره اپرېل میاشت کې له قطر سره یو تړون لاسلیک کړ.

د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو تر دې مهاله په کابل کې د هند له خوا د سفارت پرانیستلو موضوع ته غبرګون نه دی ښودلی.

Visits: 258

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.