د غزني سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال رمضان جام سیالۍ پیل شوې.
کابل کې د بتخاک د نوي سبسټېشن جوړولو او د ارغندې له سبسټیشن څخه بتخاک سبسټیشن ته د ۲۲۰ کیلوولټه لین د غځولو کار د ۲۵.۵ میلیون ډالر په ارزښت پیل شو.
د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست د اسلامي همکاریو سازمان له استازي او د اندونیزیا له سفیر سره په لیدنه کې د زندانیانو د ښې تغذیې، ښځینه بندیانو ته د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو او د دغې ادارې کارکوونکو ته د روزنیروو ورکشاپونو جوړولو برخو کې د همکاريو غوښتنه وکړه.
د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالاتو پرون د افغانانو په کډون یوه ډله کډوال کاسټاریکا هېواد ته استولي دي.
د افغانستان بانک سرپرست روسیه کې د سایبري امنیت نړۍوال کنفرانس کې ویلي، دغه بانک د سایبري امنیت په برخه کې نړۍوال معیارونه تعقیبوي او هڅه کوي چې د عصري ټکنالوژیو په کارولو سره د هېواد د مالي سکټور امنیت لا خوندي کړي.
د غزني روغتیايي مسوولین وايي چې د روان کال په اوږدو کې د دغه ولایت روغتیايي مرکزونو ته د ترافیکي پېښو له امله څلور زره ټپیان وروړل شوي دي.
د هلمند سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې ۳۴ ټنه تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي سوځول شوي دي.
کابل کې د ایران سفارت وايي، د دغه سفارت سرپرست د افغانستان له مخکیني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي او د نړۍوالو تحولاتو په اړه یې خبرې کړې دي.
د هلمند سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په ګرمسېر او بغني ولسوالیو کې د ۹،۵ میلیون افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو دوې شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د اتلانو جام «چمپینز ټرافي» سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه له سوېلي افریقا سره ترسره کوي.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۲۰ نور افغانان د پاکستان له زندانونو خوشي او هېواد ته راستانه شوي دي.
د میدانوردګو ولایت مقام وایي، د دغه ولایت په مرکز میدانښار کې د ۱۳ میلیون افغانیو په ارزښت د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتوالي ریاست ته د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP