لښکرګاه ( پژواک ، ۳ کب ۱۴۰۳) : د هلمند سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په ګرمسېر او بغني ولسوالیو کې د ۹،۵ میلیون افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو دوې شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض پژواک ته وویل چې د څښاک پاکو اوبو یوه شبکه د دغه ولایت د بغني ولسوالۍ په دره شاه کلي کې د ۵،۱ میلیون افغانیو په لګښت جوړه شوې ده.
ده وویل چې د دغه شبکې لګښت د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) لخوا ورکړل شوی چې د ۴۰ مترمکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري او ۳۷۲ کورنۍ ترې ګټه پورته کوي.
دغهراز ده وویل چې دویمه شبکه د ګرمسېر ولسوالۍ په ملا اقدام کلي کې د ۴،۴ میلیون افغانیو په لګښت جوړه شوې چې د ۲۰ مترمکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري او ۱۷۴ کورنۍ ترې ګټه پورته کوي.
د یادونې وړ ده، تر دې مخکې هم د یونېسف له لوري د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د څښاک پاکو اوبو شبکې جوړې شوې چې دا مهال زرګونه کورنۍ ترې استفاده کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP