غزنيښار (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۳): د غزني سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال رمضان جام سیالۍ پیل شوې.
د غزني ولایت د ورزش او بدني روزنې امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې یادې سیالۍ د سپورټ امریت په جمنازیم کې پیل شوې دي او درې اونۍ به دوام وکړي.
دی وایي چې د دې سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ د یووالي او همغږۍ پیاوړتیا، د تفریح زمینې برابرول او د ولایتې لوبډلې لپاره د نوو استعدادونو موندل دي.
هغه زیاتوي چې د سیالیو په لومړۍ لوبه کې د خواجهعلي او اتحاد علودني لوبډلو ترمنځ سیالي وشوه چې د خواجهعلي لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.
د یادې لوبډلې یوه لوبغاړي احمد د بدني روزنې او ورزش له ادارې مننه وکړه چې دوی ته یې د تفریح زمینه برابره کړې او غوښتنه یې وکړه چې غوره لوبغاړو ته دې په ولایتي او ملي لوبډلو کې د لوبو زمینه مساعده شي.
د یادونې ده، تېره ورځ هم په غزني ولایت کې د کرکټ رمضان جام سیالۍ پیل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP