د افغانستان بانک سرپرست د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروگرام له مشر سره په لیدنه کې د کوچنیو پورونو د ورکړې او بېکارۍ کچې راکمولو برخو کې د دغه پروګرام د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، د روان زېږدیز کال په تېرو درېیو میاشتو کې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۸۵۸ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي او دغه راز څه باندې ۵۳۲ زره بیا یادو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
په ننګرهار کې د ايران قونسلګرۍ له لوري په دغه ولايت کې د وروستي توپاني اورښت له امله زيانمنو شوو زرو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د ننګرهار چارواکي وايي، وروستي توپاني اورښت په دغه ولایت کې دولت او خلکو ته شاوخوا دوه میلیارد افغانۍ زیان اړولی دی.
کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۳): په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین په اسلاماباد کې د افغانستان د سفیر احضارېدو
د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد په ملي کانګرېس کې ادعا کړې چې افغانستان اوس د وسلو پر ستر پلورونکي هېواد بدل شوی، خو اسلامي امارت دا څرګندونې ردوي او وايي، ټول هغه تجهیزات چې په افغانستان کې وو او دي، زېرمه او ساتل شوي.
د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د انټرنېټ پراخه پرچاوي د دې لامل شوې چې د ګڼ شمېر بانکونو، هوايي شرکتونو او خپرنیزو ادارو ورځنۍ چارې په ټپه ودرېږي او له ځنډ سره یې مخ کړي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال د رسنیو له مسوولینو سره په ناسته کې ویلي چې حکومت د رسنيو او رسنيزو فعاليتونو ملاتړ کوي او د هغوی هڅې ستایي.
د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست په قزاقستان کې د شمال- سوېل ترانزيټي او سوداګرۍ کوريډور غونډه کې ګډون کړی دی.
راپورونه وایي چې امنیتي ځواکونو د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پاکستان پوځي عملیاتو پر ضد د ننني لاریون پر ګډونوال ډزې کړې او یو شمېر کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
ځايي چارواکي وايي چې نن له غرمې مخکې د کندهار سپينبولدک ولسوالۍ په وېش بازار کې د بیټریو او پرزو په یوه مارکېټ کې اور لګېدلی او د اوروژنې ډلو یې د مړ کولو هڅې پیل کړې دي.
د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي چې تېره ورځ په غزه کې د اسرائيل هوايي بريدونو کې لږ تر لږه ۲۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP