د خیبر پښتونخوا په بنو کې نن لسګونه زرو خلکو د پاکستان د پوځ د پیل شوو “عزم استحکام” عملیاتو پر ضد لاریون کړی دی.
هرات (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۳): هرات کې ځایي مسوولین وایي چې د هرات ښار له بېلابېلو ناحیو راټول شوي لسګونه ټنه تاریختېر او بېکیفیته درمل
امنیتي مسوولین وايي چې په لغمان کې يو کس د خپلې میرنۍ مور او جوزجان کې بیا یو سړی د خپل خسر د وژلو په تور نيول شوي دي.
د ننګرهار په صنعتي پارکونو کې د لمریزې برېښنا د تولید طرحې د تایید وړ وبلل شوې او په کابل کې اقتصادي کمېسیون د یوه شرکت له خوا د سل میګاواټه ګازي برېښنا د تولید پر وړاندې شوې طرحه خبرې وکړې.
د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت وايي چې په هلمند او میدانوردګو کې د څه باندې ۹،۶ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د دوو سولري شبکو جوړولو چارې پیل شوې.
د دایکنډي د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په سنګتختوبندر ولسوالۍ کې د ۲۶۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یوه روغتيایی مرکز ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د سختو ورښتونو، تالندې، برېښنا او ناڅاپي سېلابونو راتلو له احتماله خبر ورکوي.
په کابل کې د چین سفیر د اقتصاد وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې له ګاونډیو هېوادونو د راستنېدونکو افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه د سل میلیون چینایي یوانو مرستې ژمنه وکړه.
ترکیې هېواد یوه خیریه بنسټ پکتیا کې د ۳۵۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت یوې دیني مدرسې ته ودانۍ جوړ کړه.
د هلمند د خانشین ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې دوی له مرکز لښکرګاه سره هیڅ معلوم سړک نهلري چې له امله یې په تګ راتګ کې له ستونزو سره مخ دي.
د بغلان د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وايي، دغه ولایت کې د لسګونو پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې.
د غور امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په دولتاباد ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له مله یو کس مړ شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP