تېره اونۍ، ا.ا د دوحې ناسته کې د ګډون پرېکړه وکړه، یوناما دغه ناسته د افغانستان پر مسایلو د بحث لپاره حیاتي میکانیزم وباله او م.م د افغانستان په اړه دوه راپورونه خپاره کړل، خو ا.ا له حقیقته لرې وبلل.
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر وايي چې وزارت یوازې له خپلې بودجې نه شي کولای تاریخي سیمې بېرته ورغوي خو هڅه کوي د ځینو موسسو او بنسټونو په همکارۍ دغه کار وکړي.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې د لوی اختر لومړۍ ورځ د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې په بشپړه توګه د امن او خوښۍ په فضا کې سرته ورسېده.
نیمروز کې یو شمېر غالۍاوبندونکې ښځې او د دغه صنعت کاروباریان د پلور بازار پیکه کېدو ته اندېښمن دي او له سرپرست حکومته غواړي چې د غالۍاوبدلو صنعت ژوندي ساتلو او کارموندنې په موخه د غالۍاوبدلو کارګاوې جوړې او ښځې کار ته جذب کړي.
د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له افغانستان سره بېلابېلو برخو کې د همکاریو دوام په اړه چمتووالی ښودلی او ویلي یې دي چې د افغانستان پرمختګ او ستونزو حل برخه کې مرسته کوي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر غور ولایت ته د سفر پر مهال له سېلابځپلو کورنیو سره لیدلي او له هغوی سره پر مرستې يې ټینګار کړی دی.
د ۲۰۲۴ کال، کرکټ شل اووریز نړۍوال جام سیالیو په لړ کې بنګلهدېش نیپال ته په ماتې ورکولو سره اتمه لوبډله شوه چې سوپر-۸ پړاو ته یې لار وموندله.
په کندهار کې د اسلامي امارت د رهبر شېخ هبتالله اخندزاده په امامت د اختر لمونځ ادا شو، هغه د افغانانو ترمنځ د اختلافاتو پر له منځه وړلو او یووالي ټينګار وکړ.
د هرات ځيني اوسېدونکي وایي، په داسې حال کې چې د انټرنېټي خدمتونو کیفیت ټيټ دی خو بیې یې لوړې دي.
د لغمان د بادپښ ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي چې د ولسوالي په کچه هیڅ بازار نهلري او اړ دي چې د خپلو لومړنیو اړتیا وړ توکو پسې مهترلام ښار ته ساعتونه مزل وکړي.
هلمند کې د روږدو درملنې په سل بستریز روغتون کې د روږدو د درملنې ترڅنګ هغوی ته مسلکي زدهکړې هم ورکول کېږي.
د پژواک خبري اژانس مشرتابه او کارکوونکي د افغانستان او نړۍ ټولو مسلمانانو ته د نېکمرغه لوى اختر مبارکي وايي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP