کندهار (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۳): په کندهار کې د اسلامي امارت د رهبر شېخ هبتالله اخندزاده په امامت د اختر لمونځ ادا شو، هغه د افغانانو ترمنځ د اختلافاتو پر له منځه وړلو او یووالي ټينګار وکړ.
د اسلامي امارت ویاند ذبيحالله مجاهد هم پر خپله اېکسپاڼه ليکلي چې د کندهار په مرکزي عیدګاه کې د لوی اختر لمونځ د «عالیقدر امیرالمؤمنین» په امامت ادا شو.
هغه زیاته کړې چې په یاده عیدګاه کې زرګونو هېوادوالو ګډون درلود.
د اسلامي امارت مشرتابه، د اسلامي نظام پر پياوړتیا او له دغه نظام څخه د خلکو پر ملاتړ هم ټینګار وکړ او د نړۍ له مسلمانانو یې د اتفاق او یووالي غوښتنه وکړه.
ده وویل، د اختر ورځې نېکمرغه ورځې دي، باید ټول خپلمنځي اختلافات او خفګان پرېږدي، روغه او جوړه وکړي.
هغه له علماوو وغوښتل چې د خلکو ترمنځ اختلافات او بدۍ پر دوستۍ بدلې کړي او ورورګلوي ته یې وهڅوي.
اخندزاده زیاته کړه، خلک دي په خپل منځ کې اتفاق او یووالی راولي، له شیطاني او نفسي تقاضاوو څخه دې ځانونه وساتي؛ ځکه مسلمانان یوازې د عبادت لپاره پیدا شوي، نه د دنیا او پیسو ګټلو لپاره.
ده وویل: «بېاتفاقي یو فرعوني سیاست دی؛ ځکه په دې سیاست کې دا قانون دی چې خلک پر ډلو ووېشه او حکومت پر وکه خو اسلامي نظام بېاتفاقي نه غواړي.»
هغه وویل، په اختلاف کې حاکمیت ښه کېږي خو دی نه غواړي چې یو په بل سره ووهي او فرعوني سیاست مخې ته یوسي.
هغه زیاته کړه: «زه ورورګلوي غواړم او د مسلمانانو یوووالی غواړم، زه په دې نه یم خوښ چې په نظام کې دننه یا د باندې اختلاف وي، په یوه ورځ دې ټول متفق شي ما دې له دې منسبه لري کړي، زه په دې خوشحاله یم خو په دې نه یم خوشحاله چې اختلافات په منځ کې موجود وي.»
هغه په تکرار سره پر یووالي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د طاعون په مرض خوښ اوسئ خو اختلافات ترمنځ مه راولئ.
د اسلامي امارت مشرتابه وویل، اسلامي نظام باید ټول تقویه کړي؛ ځکه په دغه نظام کې د ټولو عزت خوندي دی او زیاته یې کړه چې په یووالی سره به عدالت او شریعت راولي.
ده له خلکو وغوښتل چې مسوولین ټول د همدې خلکو اولادونه دي، باید بد ورباندې ونه ویل شي او ملاتړ یې وشي او دغه راز غوښتنه یې وکړه چې د خلکو عیبونه باید په علني ډول هغوی ته ونه ویل شي، بلکې په پټه توګه باید ورته په ګوته شي.
ده د ښځو پر حقوقو هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې ټول خلک دې همدا نن په دې جماعت کې وعده وکړي چې د خپلو خویندو، لوڼو او نورو ښځو شرعي حقوق به ورکوي.
هغه د فلسطین جګړې ته هم په اشارې وویل، شرق او غرب چې پر نړۍ حاکمیت غواړي د فلسطین پر مسلمانانو د ظلم په اړه هیڅ نه وایي، سترګې یې ورباندې پټې کړي او چوپ دي.
ده زیاته کړه، دغه حاکمان بیا په کومو سترګو د دنیا حاکمیت غواړي، په کومو سترګو له اسلامي امارت څخه غوښتنې لري؟
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP