پېښو ته د رسېدنې چارو کې د دولت وزارت وایي چې په تېرو دوو ورځو کې په تخار، بدخشان، غور او بغلان ولایتونو کې د راغلو سېلابونو له امله ۸۵ کسان مړه او شاوخوا سل نور ټپیان شوي دي.
د میدانوردګو حکومتي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې دوه وروڼه د سیند اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.
تېره اونۍ، نړۍوال بانک او اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۱۱۶ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه، ریچارډ بینېټ وویل چې ا.ا دې له نړۍ سره کړې ژمنې عملي کړي، خو مجاهد وایي، بینېټ دا څرګندونې له افغانانو او اوسني نظام سره د عقدې له مخې کوي.
حکومتي مسوولین وايي چې په فراه کې یو کس د سېلابونو او په لوګر کې یو ماشوم سیند ته د لوېدو له امله مړه شوي دي.
پاکستاني پولیسو د بلوچستان په سرحدي سیمه چمن کې پر لاریونکوونکو ډزې کړې، درې کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
د لوګر د بدنې روزنې او سپورټ امریت وایي، د بدني روزنې او سپورټ ریاست په همغږۍ د موټرسایکل ځغلونې ملي فدراسیون پرانیستل شو.
د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ پنځوس کلنه دښمني پای ته ورسېده.
تېره اونۍ د بېلابېلو هېوادونو استازي کابل ته راغلي وو، اروپايي ټولنې له راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ په موخه ۱۷ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه او يو شمېر هېوادونو او بنسټونو يو ځل بيا له ا.ا څخه د نجونو زدهکړو د بيا پيل غوښتنه وکړه.
د پکتیا امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په احمدابا ولسوالۍ کې پنځه سوه کیلوګرامه چرس کشف او ترلاسه شوي دي.
د غزني په مرکز کې د یوې کورنۍ اووه غړي د سترګو له نعمته بې برخې دي چې له امله یې له اقتصادي او ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې اروپایي ټولنې په افغانستان کې له خوارځواکۍ سره د مبارزې او د اوبو خدمتونو ښه کېدو په موخه ۱۵ میلیون یورو ځانګړي کړي دي.
ځینو چارواکو په کابل کې د مجاهدینو د بریا ورځې (د غویي اتمه) په نمانځغونډه کې وویل چې ا.ا د جهاد ارزښتونه ساتلي، خو دښمن لا هم په کمین دی او هڅه کوي چې افغانان سره ووېشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP