د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی فرید بشارت سبا له خپل فرانسوي سیال تیلورلاپیلوس سره سیالي ترسره کوي.
د سمنګان ځایي ادارې مسوولین وایي چې د دغه ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د یوه کرولا موټر چپه کېدو پېښه کې د یوې کورنۍ څلور غړي ټپيان شوي دي.
سیمهییز مسوولین وایي، په غزني ښار کې د ۱۱،۳ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۵ ټولګټو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
تېره اونۍ افغانستان او پاکستان پر ډیورنډ کرښه د احتمالي شخړو پر هواري خبرې وکړې او د دفاع وزارت وویل چې افغانستان کې په بریدونو کې ښکېل لسګونه تاجکستانیان او پاکستانیان وژل شوي دي.
فراه کې سیمهییز مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې له څه باندې ۲۹۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدې مرسته وشوه.
بامیان کې ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت په شېبر ولسوالۍ کې لسګونه ټولګټې او پرمختیايي پروژې بشړې شوې.
بغلان کې مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز پلخمري په ګډون ۱۴ ولسوالیو کې د باراني اوبو مدیریت او ذخیره کولو ۱۵ پروژو چارې پیل شوې.
روسیه او چین وایي، ځکه یې د افغانستان په اړه د امنیت شورا پرېکړهلیک ته رایه ورنه کړه چې د ا.ا له هوکړې پرته د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره مخالف دي.
تېره اونۍ قزاقستان پر ا.ا لګولي بندیزونه لرې کړل، له افغانستان سره ۲۷.۸ میلیون ډالره مرسته اعلان شوه او امنیت شورا د افغانستان په اړه یو پرېکړهلیک تصویب کړ، خو روسیې او چین رایه ورنه کړه.
د افغانستان د مالیې وزارت وایي، خصوصي شرکتونو ته د هغو پروژو د شوي کار، تضمیناتو او تأمیناتو پیسې ورکوي چې تېر حکومت کې له اختیاري بودجې ترسره شوې دي.
هرات کې یو شمېر کروندګر د خپلو کرنیزو محصولاتو ساتلو لپاره د معیاري سړو خونو پر نشتوالي اندېښنه څرګندوي او له حکومته غواړي چې دې برخې ته پام وکړي او سړې خونې جوړې کړي.
د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي، د مرکز پلعلم په غیراباد سیمه کې د یوه کس په شخصي لګښت د «دارالقران» په نوم د نجونو یوه دیني مدرسه پرانیستل شوه.