پلعلم (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۲): د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي، د مرکز پلعلم په غیراباد سیمه کې د یوه کس په شخصي لګښت د «دارالقران» په نوم د نجونو یوه دیني مدرسه پرانیستل شوه.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه مدرسه د محمداکبر اتل په نوم د یوه کس په شخصي لګښت جوړه شوې ده چې په کې ۶۰۰ نجونو ته به د دیني زدهکړو وړیا زمینه برابره شي.
عرب زیاته کړه، په دې مدرسه کې نجونو ته په وړیا ډول د ديني زدهکړو ترڅنګ د عصري زده کړو زمینه برابره شوې ده چې د تدریس چارې یې د شپږو ښځینه استادانو له خوا پر مخ بیول کېږي.
هغه دغه راز زیاتوي: «د دې دیني مدرسې تر پرانیستنې وروسته د نږدې ۵۰۰ زره افغانیو په ارزښت ۴۳۰ جذب شوو ښځینه طالب العلمانو ته د قرانکریم نسخې، دیني درسي کتابونه، د کتابونو بیکونه، قرطاسیه، ټیکري، دستکش، جورابې، بوټونه، کورتۍ او ژمنۍ جامې هم ووېشل شول.»
باید وویل شي چې محمداکبر اتل دوه میاشتې مخکې هم په مرکز پلعلم کې یوه ښوونځي ته د یو میلیون افغانیو په مالي لګښت ودانۍ او ۷۰۰ بېوزلو زدهکوونکو ته د وړیا زدهکړو زمینه برابره کړې وه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن