د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د یوه ملي سوادګر له لوري د ۷۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت نوی جوړ شوی روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
تېره اونۍ، ځینو هېوادونو او بنسټونو له افغان کډوالو، نورو اړو افغانانو او د افغانستان د روغتیا او زدهکړو له برخو سره ټولټال څه باندې ۲۰۰ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ له متحده عربي اماراتو سره د لومړنیو دوو تمریناتي یو ورځنیو سیالیو لپاره د یو شمېر نوو لوبغاړو په ګډون افغان لوبډله اعلان کړه.
د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه کسان مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.
قطر کې د ا.ا د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین دوحه کې د چین سفارت له شارژدافیر سره په لیدنه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې کړې دي.
نیمروز کې سیمهییز مسوولین وايي، د ایران د زاهدان له الغدیر زندانه ۲۰۰ افغان بندیان خوشي او افغانستان ته وسپارل شول.
د خوست ولایت کې یو شمېر اوسېدونکي د پاسپورټ ورکولو پروسه کې له ځنډه شکایت کوي وايي چې د پاسپورت ترلاسه کولو لپاره په میاشتو- میاشتو انتظار باسي.
د فراه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې د ۳۱۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو دوه سربندونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست د فلسطين په اړه په مشورتي سياسي کنفرانس کې د ګډون په موخه د ایران پلازمینې تهران ته ولاړ.
د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې اعلان کړی چې ۳۳۹ نور افغان کډوال د تخلیې پروګرام په چوکاټ کې له پاکستانه کاناډا ته لېږدول شوي دي.
کابل (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۲): یو شمېر زدهکړیالانې پوهنتونونو ته د دوی پر تګ د بندیز له یو کال پوره کېدو سره سم د دغه
تېره اونۍ له افغانستان سره څه باندې اووه میلیون ډالره مرسته وشوه، دوحه کې د افغان نجونو د زدهکړو په تړاو کنفرانس جوړ شو او امریکا د ا.ا پر دوو چارواکو بندیزونه ولګول، خو مجاهد وویل چې فشارونه او بندیزونه د ستونزو حل نه دی.