ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې ۱۸ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

تېره اونۍ افغانستان کې ۱۸ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
16 Dec 2023 - 17:50
تېره اونۍ افغانستان کې ۱۸ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
16 Dec 2023 - 17:50

کابل (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۱۴۰۲): تېره اونۍ له افغانستان سره څه باندې اووه میلیون ډالره مرسته وشوه، دوحه کې د افغان نجونو د زده‌کړو په تړاو کنفرانس جوړ شو او امریکا د ا.ا پر دوو چارواکو بندیزونه ولګول، خو مجاهد وویل چې فشارونه او بندیزونه د ستونزو حل نه دی.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • خیبرپښتونخوا کې د برید په اړه د پاکستان بېلابېلې څرګندونې
  • حکمتیار: ویل کېږي چې امریکا ا.ا ته د ټول‌شموله حکومت لپاره نوملړ ورکړی؛ مجاهد: دا حقیقت نه لري.
  • دوحه کې د افغان نجونو د زده‌کړو په تړاو دوه ورځنۍ کنفرانس جوړ شو.
  • م.م: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی، خو د بشري حقونو وضعیت لا هم کړکېچن دی.
  • د افغانستان سرپرست حکومت: هېواد کې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې بشري حقونه مراعات شوي دي.
  • امریکا د ا.ا پر دوو چارواکو بندیزونه ولګول؛ مجاهد: فشارونه او بندیزونه د ستونزو حل نه دی.
  • له افغانستان سره څه باندې اووه میلیون ډالره مرسته وشوه.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې اووه کسان وژل شوي او یوولس نور ټپيان وو.

د ځایي امنیتي چارواکو په وینا، تېره اونۍ د بدخشان ولایت په یفتل پایین ولسوالۍ کې يو وسله‌وال غل او د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار اړوند په دشت شور سیمه کې دوه وسله‌وال غله له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.

دغه راز ځايي چارواکي وايي، فارياب کې يو صراف وژل شوی او په تړاو یې یو تن نیول شوی، ننګرهار کې د زړو مرميو چاودنو له امله درېيو کسانو خپل ژوند بایللی او اته نور ټپیان دي او په همدې ولایت کې د دوو کورنيو ترمنځ په شوې نښته کې د يوې مېرمنې په ګډون درې کسان ټپيان شوي دي.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې څلور کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

خیبرپښتونخوا کې د برید په اړه د پاکستان بېلابېلې څرګندونې

تېره اونۍ د خیبرپښتونخوا د پولیسو پر یوه مرکز برید وشو. د راپورونو له مخې په دغه برید کې ۲۳ پوځیان وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، له یاد بريد وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه برید په غبرګون کې یې په اسلام اباد کې د افغانستان شارژدافیر احضار کړی او له هغه یې غوښتي چې کابل دې دغه برید وڅېړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ګلید ګروپ د خبر له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په ورته وخت کې منلي چې برید تحریک جهاد پاکستان ډلې کړی او بلخوا د یاد برید مسوولیت پاکستاني طالبانو منلی دی.

 د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي: «په پاکستان کې پر پرونۍ پېښه تاسف کوو او دوی چې کومې غوښتنې له سفیر څخه کړې، موږ هڅه کوو چې هغه بررسي کړو. درېیم دا چې نه باید هره موضوع په اسانه پر افغانستان ور واړول شي؛ ځکه دوی خپله باید خپل امنیت ته پام وکړي.»

له دې مخکې هم د افغانستان سرپرست حکومت په وار – وار ویلي چې د افغانستان خاوره به د هېچا پر ضد نه کارول کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر او «د پيپلز ګوند» مشر بلاول بوټو زرداري په دغه هېواد کې د روانو ناامنیو پړه پر ځینو پاکستاني چارواکو اچولې او یاد بريد ته په اشارې یې ویلي: «موږ د ترهګرۍ ختمېدو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړي، خو ځينو ناسمو پرېکړو پرې اوبه تویې کړې دي.»

د حکمتیار څرګندونې او په تړاو یې غبرګونونه

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پنځه ورځې مخکې له خپلو بهر مېشتو پلویانو سره یوه انلاین غونډه کې، بهر کې د اسلامي امارت د مخالفینو د وروستیو ناستو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:«ويل کېږي امریکا په دې شپو ورځو کې خپله لهجه بدله کړې، د طالبانو په ارتباط يې هم په مواقفو کې تبديلي راغلې او حتی ګواکې له امارت اسلامي يې غوښتي چې د دوحې د معاهدې مطابق بايد ټول‌شموله حکومت جوړ شي او حتی ويل شوي چې يو فهرست يې هم هغوی ته ورکړی او وضاحت يې بايد د اسلامي امارت له لوري وشي او ورته ويلي يې دي چې که دا شرایط ونه منل شي او پر دې ژمنې باندې عمل ونشي، بيا به امريکا د مخالفينو مرسته کوي.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د حکمتیار له دغو څرګندونو وروسته پر خپله اېکس‌‌پاڼه ولیکل: «د امریکا له خوا اسلامي امارت ته د ټول‌شموله حکومت د جوړېدو په ارتباط خبرې او د فهرست ورکولو ادعاوې حقیقت نه لري. د افغانستان اسلامي امارت هیچیرې هم له چا سره د دغه ډول حکومت جوړېدو ژمنه نه ده کړې. په دې اړوند د حکمتیار صاحب خبرې سمې نه دي، باید د هېواد مشران بې‌اسنادو خبرې ونه کړي.»

له دې وروسته ځینو کسانو په ټولنیزو رسنیو او ځینو واټس‌اپ ګروپونو کې «د حزب اسلامي مشر د افرادو خلع سلاح کولو» په اړه د استخباراتو ریاست ته یو منسوب مکتوب خپور کړ، خو حزب اسلامي او اسلامي امارت دواړو وویل چې دغه مکتوب جعلي دی.

د افغان نجونو د زده‌کړو په تړاو دوحه کې غونډه

تېره اونۍ په دوحه کې د قطر او اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارتونو په همکارۍ د افغان نجونو د زده‌کړو په تړاو دوه ورځنی نړۍوال کنفرانس جوړ شو.

په دغه کنفرانس کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او د یو شمېر نورو هېوادونو د استازو ترڅنګ یو شمېر افغان ښځینه فعالانو هم برخه اخیستې وه.

د راپورونو له مخې، د ناستې ګډونوالو په افغانستان کې د ښځینه او نارینه‌وو د زده‌کړو پر وضعیت او د ښوونیزو بنسټونو لپاره د بنسټیزو اسانتیاوو او سرچینو برابرولو په اړه خبرې وکړې.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یاد کنفرانس د لومړۍ ورځې په پای کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ویناوالو په دې برخه کې د هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو پر رول د ټینګار ترڅنګ وویل چې افغانستان کې د زده‌کړو د ملاتړ په موخه باید یو نړۍوال مالي میکانیزم رامنځته شي.

سرچینې زیاته کړې: «د افغانستان د زده‌کړو ستونزه باید په داخل کې په ملي کچه هواره شي، نه له بهره پر تپل شوې حل لارې‎ باندې.»

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په افغانستان کې د وسله‌وال تاوتریخوالي کمښت له امله امنیتي وضعیت ښه شوی، خو د بشري حقونو وضعیت لا هم کړکېچن دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یوناما مشرې روزا اوتونبایوا ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت مسوولیت لري چې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو وګړو د بشري حقونو پالنه او ساتنه وکړي.

افغان چارواکو د یوناما د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې يې افغانستان کې د بشري حقونو د نقض راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې هېواد کې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې بشري حقونه مراعات شوي دي.

امریکا د ا.ا پر دوو چارواکو بندیزونه ولګول؛ مجاهد: فشارونه او بندیزونه د ستونزو حل نه دی

د راپورونو له مخې، د روانې لېندۍ میاشتې په ۱۷مه د امریکا متحده ایالتونو مالیې وزارت د افغانستان د علومو اکاډمي پر رییس شیخ فریدالدین محمود او د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت پر سرپرست شیخ محمدخالد حنفي له دې امله بندیزونه لګولي چې ګواکي له بشري حقونو یې سرغړونه کړې ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد دغه بندیز غندلی او ویلي یې دي چې د فشارونو اعمال او تحریمونه وضع کول د هیڅ ستونزې حل نه دی.

هغه زیاته کړې، سره له دې چې امریکا د داسې ناکامو اقداماتو سابقه لري، باید نور یې ناکامه تجربې نه تکرارولای.

دغه راز، د افغانستان د امربالمعروف او نهی‌ عن‌المنکر وزارت وايي، د اسلامي حکمونو پلي کول د الله (ج) حکم دی، نه د اسلامي امارت او هر ډول بندیزونه لګول اسلامي امارت له خپلو موخو نه شي ګرځولای.

د افغانستان د امربالمعروف او نهی‌عن‌المنکر وزارت مسلکي مرستیال شيخ محمد فقیر محمدي تېره اونۍ په کابل کې یوې ناستې ته وویل چې د اسلامي حجاب مراعات کول او نور اسلامي احکام، د الله (ج) حکمونه دي چې باید پلې شي او هر ډول بندیزونه لګول اسلامي امارت له خپلو موخو نه شي ګرځولای.

د بشري مرستو دوام

تېره اونۍ قبرس له افغانستان سره د څه باندې ۹۸ زره یورو مرستې اعلان وکړ او بريتانیا وايي چې افغانستان کې یې د ماین‌پاکۍ لپاره ۵،۵ میلیون پونډ مرسته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق يونيسف له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې په راتلونکي زېږدیز کال کې د ۱۲.۶ميليون افغان ماشومانو په ګډون د ۱۹.۴ميليون افغانانو د لومړنيو اړتياوو پوره کولو لپاره ۱.۴ ميليارد ډالر مرسته وکړي.

Visits: 64

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.