د فراه امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ اړوند سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ په اړه کلنی راپور ښیي چې د القاعده ډلې عناصر، داعش او پر سیمه «متمرکزې ترهګرې ډلې» لا هم افغانستان کې فعالې دي، خو ا.ا دغه راپور ردوي او وایي، تېرو دوو کلونو کې له افغانستانه هیڅ هېواد ته ګواښ نه دی پېښ شوی.
تېره اونۍ د بشري حقونو د مدافعانو فډراسیون وویل چې له پاکستانه دې د افغان کډوالو ایستل ودرول شي او د اسلامي نړۍ د عالمانو پلاوي له هېوادونو او اسلامي امته وغوښتل چې له افغانانو ملاتړ وکړي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست له لوري د دغه ولايت په لعلپورې ولسوالۍ کې د ۷۳ زره او ۴۰۰ ډالرو په لګښت يو کانال او یو سربند جوړ شول.
د لوګر ولایت په برهکیبرک ولسوالۍ کې د «خزان جام» په نوم د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې.
تېره اونۍ ا.ا مسکو کې د ځینو افغان سیاستوالو د ناستې په تړاو اعتراض وکړ او یوه ایراني چارواکي ویلي چې له داعش سره د مبارزې لپاره د افغانستان او سیمې ترمنځ امنیتي همکاریو ښه پایله لرلې ده.
دایکنډي کې د والیبال سیالۍ تېره ورځ د «ازادي» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د افغانستان د رزمي لوبو فدراسیون وایي چې افغان لوبغاړو د ایران په کوربهتوب د رزمي لوبو نړۍوال فېسټیوال کې دویم مقام خپل کړ او دوه د سرو زرو او یو د سپینو زرو مډالونه یې هم ترلاسه کړل.
د راپورونو له مخې، د افغانستان د سنوکر ملي لوبډلې د سنوکر اتلولۍ په نړۍوالو سیالیو کې د برنزو مډال ګټلی.
د خوړو نړۍوال پروګرام په راروان ژمي کې له پاکستانه د راایستل شوو کډوالو پر وضعیت د اندېښنې ښودلو ترڅنګ اعلان کړی چې هغوی سره د مرستې لپاره ۲۷،۵ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
حکومت، سوداګر، مدني فعالان او عامو خلک په تورخم کې له پاکستانه پر راستنېدونکو افغان کډوالو خواړه وېشي.
رییسالوزراء اړوندو ادارو ته امر کوي چې د راستنېدونکو افغان کډوالو د ستونزو هواري لپاره ټول امکانات وکاروي او له پاکستانه غواړي چې د افغان کډوالو له ځورولو لاس واخلي.