ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې ۱۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

تېره اونۍ افغانستان کې ۱۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
2 Dec 2023 - 16:47
تېره اونۍ افغانستان کې ۱۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
2 Dec 2023 - 16:47

کابل (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۲): تېره اونۍ د بشري حقونو د مدافعانو فډراسیون وویل چې له پاکستانه دې د افغان کډوالو ایستل ودرول شي او د اسلامي نړۍ د عالمانو پلاوي له هېوادونو او اسلامي امته وغوښتل چې له افغانانو ملاتړ وکړي.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • قرغیزستان: د مرکزي اسیا هېوادونه دې له ا.ا سره تعامل پیاوړی کړي.
  • متقي: نړۍواله ټولنه دې د هغو مسایلو پر حل تمرکز وکړي چې د افغانستان د پر ځان بسیاینې لامل کېږي.
  • متقي: نړۍواله ټولنه دې د افغانستان لپاره موازي او اضافي ميکانيزمونه نه جوړوي.
  • د اسلامي هېوادونو د عالمانو پلاوي یو شمېر غړو: هېوادونه او اسلامي امت دې له افغانانو ملاتړ وکړي.
  • د بشري حقونو د مدافعانو نړۍوال فډراسیون: نړۍواله ټولنه دې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو مخه ونیسي.
  • اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۱۴۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې لس کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان وو.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، ناپېژانده وسله‌والو د هرات په انجیل ولسوالۍ کې د ښځو په ګډون شپږ کسان وژلي او دوه نور یي ټپیان کړي دي.

ځايي چارواکي وايي، ناپېژانده وسله‌والو فارياب کې يو ۲۲ کلن ځوان وژلی او په سرپل کې هم يو ځوان وژل شوی چې په تړاو یې د هغه مېرمن نیول شوې ده.

چارواکي وايي، پروان او فاریاب کې د دوو کسانو مړي موندل شوي دي.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې شپږ کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د نړۍ او کابل ترمنځ تعامل

د قرغیزستان د بهرنيو چارو وزارت د مرکزي اسيا هېوادونو د بهرنيو چارو وزیرانو له کلنۍ ناستې وروسته د يوې اعلاميې په خپرولو سره له يادو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره تعامل او همغږي پياوړي کړي.

دغه راز، د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د يوناما مشرې روزا اتونبايوا سره ليدنه کې ويلي چې ملګري ملتونه او نړۍواله ټولنه دې د اقتصادي بنديزونو پر لرې کولو او د افغانستان بانک کنګل شوې شتمنۍ او نورو هغو حادو مسایلو پر حل تمرکز وکړي چې د افغانستان د پر ځان بسیاینې لامل کېږي.

هغه زیاته کړې، هېوادونه دې له افغانستان سره د خپلو منل شوو او رسمي ادرسونو له لارې تعامل وکړي او نړۍواله ټولنه دې د افغانستان لپاره موازي او اضافي ميکانيزمونه نه جوړوي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې مسکو کې د ا.ا.ا. د ځینو مخالفو څېرو او د تېر حکومت د ځینو چارواکو په ګډون یوه غونډه جوړه شوه.

د راپورونو له مخې، د افغانستان د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له شارژدافیرې سره په ليدنه کې ویلي چې د نړۍ له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

دغه راز، مولوي اميرخان متقي د اسلامي هېوادونو د عالمانو له پلاوي سره په لیدنه کې د هېواد د شته ستونزو او ځينو نورو مسايلو په اړه خبرې کړې او د راغلي پلاوي يو شمېر غړو ویلي، د نړۍ اسلامي عالمان د ا.ا ترڅنګ ولاړ دي. هغوی له هېوادونو او اسلامي امته غوښتي چې له افغانانو ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ناصر کنعاني په یوې خبري ناسته کې یو ځل بیا په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی؛ خو اسلامي امارت بیا وایي، په اوسني حکومت کې د ټولو افغانانو استازي شتون لري او له نورو هېوادونو غواړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

تاجکستان کې د هرات امنیتي غونډه

تېره اونۍ، د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه ښار کې د هرات د دوه ورځنۍ امنیتي ناستې یوولسمه غونډه د «افغانستان ته بیا کتنه؛ بېلابېلې تګلارې» تر سرلیک لاندې جوړه شوه. د غونډې په لومړۍ ورځ ګډون کوونکو د افغانستان پر سیاسي، امنیتي، د ښځو پر وضعیت او د مرستو پر څرنګوالي خبرې وکړې.

له پاکستانه په زور د افغان کډوالو ایستو ته غبرګونونه

د خوړو نړۍوال پروګرام د هغو افغان کډوالو د ژوند په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې په وینا یې، د ژمي ساړه موسم په درشل کې له پاکستانه په روز ایستل کېږي.

دغه راز، د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری ورکړی، هغه ډېری افغانان چې په وروستیو کې له پاکستانه ایستل شوي، مېشت ځایونه نه لري او د ژمي په اوږدو کې به د خوړو موندلو لپاره له ستونزو سره مخ شي.

د بشري حقونو د مدافعانو نړۍوال فډراسیون د یوه لیک په ترڅ کې له نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو له غیر دولتي بنسټونو غوښتي چې له پاکستانه د افغان کډوال د ایستلو مخه ونیسي.

د راپورونو له مخې، د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني ویلي چې له پاکستانه په زور د افغان کډوالو را ایستلو پرېکړې د افغانانو په ګډون ټول لوري او اړخونه خپه کړل او دا «ناعادلانه» پرېکړه هیڅ راز قانوني توجیه نه لري.

ا.ا اسلاماباد کې د افغان سفیر احضارول رد کړل

تېره اونۍ، یو شمېر پاکستاني رسنیو راپور ورکړ چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت سرپرست د خیبر پښتونخوا په بنو کې د څو ورځو مخکیني برید په تړاو احضار کړی دی.

د راپورونو پر بنسټ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي امارت له سرپرست سفیر غوښتي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک د يوې څانګې، مشر حافظ ګل بهادر ونیسي او اسلام‌اباد ته یې وسپاري.

خو د اسلامي امارت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد اسلام‌اباد کې د سرپرست حکومت چارسمبالي احضارول، رد کړل.

هغه طلوع نیوز ته ویلي: «زموږ معلومات دا دي چې زموږ سفیر صېب احضار شوی نه دی، شاید په خپله سفیر صېب هم دا ویلي وي چې احضار شوی نه دی، خو یو پیغام زموږ سفارت ته رسېدلی چې بهرنیو چارو وزارت ته هم استول شوی چې څېړنې پرې کېږي.»

د مرستو دوام

تېره اونۍ، اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۱۴۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه او ترکيې د هرات له زلزله‌ځپلو او له پاکستانه راستنو شوو افغانانو سره د مرستې لپاره ۵۰۸ ټنه خوراکي او غيرخوراکي توکو مرسته وکړه.

Visits: 48

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.