Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
په سرپل کې یو ځوان د قطره یي اوبو لګولو سیستم د جوړېدو خبره په داسې حال کې کوي چې ځيني بزګران په دغه ولایت کې د اوبو نشتوالي له امله خپل کښتونه له لاسه ورکوي.
د سویډن کمېټې، د شمالختیځ زون په لرو پرتو سیمو کې له زده کړو بې برخو ماشومانو د باسواده کولو په موخه د سیمهییزو ښوونځیو د جوړېدو خبر ورکوي.
د سرپل مسوولین په دغه ولایت کې د لېوره له لوري د یوې ښځې د وژل کېدو او تر ټایر د لاندې کېدو له امله د یوې ماشومې د مړینې خبر ورکوي.
په ميدان وردګو ولايت کې د مرکز او ولسواليو د ١٧٠ لوبډلو ترمنځ د واليبال پپل شوې سيالۍ د عمر مايار لوبډلې په اتلولۍ سره پاى ته ورسېدې.
په هرات ښار کې کتاب پلورونکي، د خپلو کتابونو د پلور مبهم راتلونکي ته اندېښمن دي او په دغه ولایت کې د کتابونو د پلور کچې د کمېدو خبر ورکوي.
د اوبو او برېښنا وزارت وايي، ډاکټر غلام فاروق اعظم د اوبو او برېښنا وزارت د سلاکار په توګه کار پيل کړ او د ياد وزارت چارواکو ته وروپېژندل شول.
د کاپیسا یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د بازار نه کنترولېدو له امله دوکانداران پر خلکو تاریخ تېر خوراکي توکي پلوري.
په ننګرهار ولایت کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د تېر کوچني اختر په مناسبت د واليبال سيالۍ د کوز کونړ ولسوالۍ د بډيالۍ لوبډلې په بري سره پای ته ورسېدې.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د سولې او دوستۍ په نوم د رمضان جام فوټسال سیالۍ د عامې روغتیا ریاست لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
د کورنيو چارو سرپرست وزير وايي، هغو کسانو چې د عفوې له فرمان څخه سرغړونه کړې او خپل احساسات يې تر اصولو لوړ ګنلي، دوسيې يې د بشپړېدو په حال کې دي او ژر به محاکمه شي.
د لوګر سیمه ییز چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د ځمکې د خړوبولو د اوبو پر سر د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د بهرنيو چارو وزارت وايي، په قطر کې د کابل، مزارشریف، کندهار او هرات هوایي ډګرونو پر نړیوالو معیارونو د عملیاتي خدمتونو عرضې او پراختيا په اړه د دې پړاو مذاکرات په ښه توګه پای ته رسېدلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP