د اسلامي امارت ویاند وایي چې د مشرتابه د فرمان له مخې، په یو شمېر وزارتونو، ولایتونو او ادارو کې نوې ګومارنې شوې دي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، د هېواد د فوټبال ملي لوبډله د مالدیف هېواد په څلور اړخیزو سیالیو کې ګډون کوي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې هېواد یې له نن (دوشنبه) څخه په هرمز تنګي کې د ایسارو کښتیو ازادولو لپاره اقدام کوي؛ هغه کار چې د ایران له سخت غبرګون سره مخ شوی او د اوربند نقض یې بللی دی.
د راپورونو له مخې، د کینیا په مرکزي او ختیځو سیمو کې د سېلابونو راتلو او ځمکې ښویېدنې پېښو کې لږ تر لږه ۱۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د افغانستان د سوداګرې او پانګونې خونه وایي، د افغانستان او اوزبېکستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ د وچې مېوې، غنمو، خوراکي توکو، البسې او درملو برخو کې د څه باندې ۱۶ میلیون ډالرو په ارزښت ۱۶ هوکړهلیکونه لاسلیک شول.
د عامې روغتیا وزارت وايي، د دغه وزارت یوه پلاوي بنګلهدېش ته سفر کړی څو هلته د افغان سوداګرو ستونزې واوري او د هغو شرکتونو تخنیکي نظارت وکړي چې افغانستان ته درمل صادروي.
د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د قرهباغ ولسوالۍ مربوطاتو کې د کابل – کندهار پر لویه لار ترافیکي پېښه کې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.
د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې یو کس د اوبو ډنډ ته د لوېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی
د افغانستان اسلامي امارت د «غویي اوومه» غندلې او «د غویي اتمه» یې بیا د هېواد د فتحي او ویاړ تاریخي ورځ بللې ده.
د لوګر ځايي چارواکي وایي چې د دغه ولایت د محمداغې ولسوالۍ اړوند سیمه کې یو ډاکټر وژل شوی او د دې وژنې په تړاو یو کس نیول شوی دی.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي چې د یوه ترکي شرکت د ۱۶۰ میلیون ډالرو په پانګونه په جوزجان کې د یتیمتاق سمنټو تولیدي فابریکې جوړولو چارو پرانیسته وشوه.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، په کندهار کې نن د زونونو په کچه د معلولینو لوبډلو ترمنځ د کرکټ شلاوریزې سیالۍ پیل شوې