د لوګر ولایت د سیندیزې فرعي حوزې مسوولین وایي، د سرخاب ذخیروي بند له کلونو ځنډ وروسته په بشپړه توګه له اوبو ډک شوی او د لومړي ځل لپاره یې اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره خوشې شوې.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د موجوده سیسټمونو عصري کولو او ظرفیت لوړولو وړاندیز چې شاوخوا یو میلیارد افغانۍ بودجه په پام کې ورته نیول شوې، تایید شو.
د هرات سیمهییز مسوولین وايي چې د اوزبېکستان د اندیجان ولایت والي شهرت رحمانوف د یوه لوړپوړي سوداګریز پلاوي په مشرۍ دغه ولایت ته ورغلی دی.
«د پناهغوښتونکو نړۍوال سازمان» په نوم یوې نړۍوالې ادارې ويلي چې پاکستان په وروستیو اونیو کې د افغان کډوالو جبري ایستل زیات کړي او باید دغه بهیر سمدستي ودروي.
د نوو ځوانانو د تکواندو ملي لوبډلې لوبغاړي مهدي یعقوبي د اوزبېکستان نړۍوالو سیالیو کې خپل ارمنستاني سیال ته ماته ورکړه او بل پړاو ته یې لار پیدا کړه.
د راپورونو له مخې، ایران او امریکا متحد ایالتونو ترمنځ د اوربند له پای ته رسېدو مخکې د خبرو اترو دویم پړاو ترسره کېدو په اړه غور کوي او ښايي دا خبرې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ وشي.
د راپورونو له مخې، په ګلګت بلتستان کې د وسلهوالو برید کې درې پاکستاني پولیس وژل شوي او د یوه افسر د مرستیال په ګډون پنځه نور ټپیان دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې افغانستان او پاکستان د چین په ارومچي ښار کې د سولې خبرو پر مهال هوکړه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ پای ته رسولو لپاره د یوه هر اړخیز حل موندلو په موخه هڅې وکړي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، دغه وزارت له یوې نړۍوالې موسسې سره د څه باندې ۱.۵ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
د جوزجان امنیه قومانداني وایي چې د جوزجان – بلخ پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کمعمره ملي لوبډله د اسیا د اتلولۍ «کافا» سیالیو په لړ کې نن له قرغیزستان سره خپله لومړۍ لوبه ترسره کوي.
د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی سخي قنبري نن له خپل برازیلي سیال سره لوبه ترسره کوي