ژبه

د تکواندو افغان لوبغاړي مهدي یعقوبي خپل ارمنستاني سیال ته ماته ورکړه

<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۵): د نوو ځوانانو د تکواندو ملي لوبډلې لوبغاړي مهدي یعقوبي د اوزبېکستان نړۍوالو سیالیو کې خپل ارمنستاني سیال ته ماته ورکړه او بل پړاو ته یې لار پیدا کړه.</p>

<p style="text-align: justify;">یاده سیالي چې نن په اوزبېکستان کې ترسره شوه، د افغانستان د نوو ځوانانو د تکواندو ملي لوبغاړی مهدي یعقوبي وتوانېد په منفي ۴۵ کیلوګرام وزن کې خپل ارمنستاني سیال ته ماته ورکړي او په دغو سیالیو کې بل پړاو ته لار ومومي.</p>

<p style="text-align: justify;">د نوو ځوانانو د تکواندو نړۍوالې سیالۍ د اوزبېکستان په کوربه‌توب پرون پیل شوې دي چې پکې له افغانستانه څلورو لوبغاړو ګډون کړی دی.</p>

<p style="text-align: justify;">د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست معلوماتو له مخې، د نوو ځوانانو د تکواندو نړۍوالې سیالۍ د اوزبېکستان په کوربه‌توب د افغانستان په ګډون له ۱۱۶ هېوادونو ۹۹۱ ورزشکارانو ګډون کړی دی.</p>