Language

په ګلګت بلتستان کې درې پاکستاني پولیس وژل شوي

کابل (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، په ګلګت بلتستان کې د وسله‌والو برید کې درې پاکستاني پولیس وژل شوي او د یوه افسر د مرستیال په ګډون پنځه نور ټپیان دي.

ډان ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې پولیس تېره ورځ د کوکنارو د له منځه وړو په موخه د ګلګت بلتستان ډایمر سیمې ته تللي وو چې د راستنېدو پر مهال پرې وسله‌والو برید کړی دی.

سرچینې لیکلي، په دغه برید کې درې پولیس وژل شوي او د یوه سیمه‌ییزو افسر د مرستیال په ګډون پنځه کسان ټپیان شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې له برید وروسته د وسله‌والو او پولیسو ترمنځ څو ساعته نښته هم شوې ده.

د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، هر کال په دې سیمه کې کوکنار کرل کېږي او پولیس یې د له منځه وړو لپاره عملیات ترسره کوي.