د رياستالوزراء اداري مرستيال د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي له مرستیال سره لیدنه کې د ټاپي، ټاپ او د افغان – ټرانس په شان سترو پروژو د پلي کولو برخه کې د مرستندویه بنسټونو د همکارۍ غوښتنه کړې.
د غزني ولایت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د ا.ا د عدلیې وزارت وايي، د تمدن ټلوېزیون، خاتمالنبیین مدرسې او خاتمالنبیین پوهنتون فعالیت له دې امله درول کېږي چې «د افغانستان حرکت اسلامي» په لغوه شوي ګوند پورې تړاو لري او ودانۍ یې هم په غضب شوې ځمکه کې جوړې شوې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې یو شمېر افغان پانګهوال په هېواد کې د ۱۲۰ میلیون امریکایي ډالرو په پانګونه د خامو نفتو معیاري او سټنډرډ تصفیهخونه جوړوي.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون وایي، په تېر حکومت کې د کونړ او غزني ولایتونو والي او د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو سره د مبارزې مرستیال وحیدالله کلیمزی د دغه کمېسیون له لارې بېرته هېواد ته راستون شو.
ټاکل شوې وه چې نن د قوشتېپې جام شل اووریزو سیالیو په لړ کې د بست او سپینغر زون لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شي، خو په کابل کې د ورښت له امله دغه لوبه لغوه شوه.
په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان د دفتر مشر د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې له یتیمانو سره د مرستې، د اړمنو د لاسنیوي او د معلولانو ستونزو ته د رسېدنې برخو کې طرحې لري.
د راپورونو له مخې، د پاکستان د کراچۍ ښار په مانسهره لینډي سیمه کې د جاپاني وګړو پر موټر ځانمرګی برید شوی خو هغوی ته د مرګژوبلې اوښتو په اړه یې څه نه دي ویلي.
د یو شمېر سرچینو معلوماتو له مخې، د کندهار د جهادي مدرسې یو استاد او د اسلامي امارت د کرهکتنې ادارې غړی مولوي محمدعمرجان اخندزاده تېره شپه د بلوچستان په مرکز کوېټې ښار کې د ناپېژانده وسلهوالو له خوا وژل شوی دی.
نن سهار ځینو امریکایي رسنیو خبر ورکړ چې اسراةیل پر ایران برید کړی خو ایراني رسنۍ بیا د برید خبرونه ردوي او زیاتوي چې د دغه هېواد هوایي دفاعي ځواکونو د اصفهان ښار په فضاء کې درې کوچني ډرون ویشتلي دي.
هلمند کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د سېلاب له امله د یوه کور اووه غړي مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو سازمان کې د فلسطین بشپړ غړیتوب په موخه د امنیت شورا له لوري د پرېکړهلیک چمتو شوې مسوده د امریکا په مخالفه رایه تصویب نه شوه.