د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال د بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر قومي مشرانو او علماوو سره لیدنه کې ویلي، د ا.ا دروازې د ټولو افغانانو پر مخ خلاصي او مسوولین د خلکو په خدمت کې دي، هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره او هېواد کې به اقتصادي پرمختګ رامنځته شي.
د غزني امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د مقر ولسوالۍ د مرکز په مربوطاتو کې یو کس د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی دی.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري تېره شپه د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د سنځلګل کلنۍ دودېزه مشاعره د سلګونو شاعرانو، فرهنګیانو او د شعر مینهوالو په ګډون ترسره شوه.
د ریاستالوزرا سیاسي معاونیت د دفتر رییس د یوناما د سیاسي برخې له مشر سره لیدنه کې ویلي، هڅه دې وشي چې د دوحې غونډه د کوم لوري تر اغېز لاندې رانه شي او د غونډې مثبتو پایلو ته دې لومړیتوب ورکړل شي.
غزني ولایت کې د لومړي ځل لپاره د څلورو ولایتونو د ۲۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ پیل شوې.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د نړۍوال شلاوریز جام سیالیو په لړ کې سبا له نیوزلنډ سره خپله دویمه لوبه ترسره کوي.
د یوناما مشرې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، ټیم یې د دوحې درېیمې ناستې لپاره پر داسې اجنډا کار کوي چې ټولو لورو ته د منلو وړ وي.
د هېواد د بهرنیو چارو وزارت وایي، جرمني دې د افغان کډوالو د ایستلو موضوع د نورمال کونسلي تعاملاتو او دوه اړخیزې هوکړې له لارې حل کړي.
سمنګان کې سرچينې وايي چې د دغه ولایت اړوند د ایبک – بغلان پر لويه لار د يوې ترافيکي پېښې له امله ۷ کسان ټپيان شوي دي.
د بلخ امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف کې د ګاز پلورلو یوې هټۍ کې اورلګېدنه رامنځته شوې چې له امله یې شپږ کسان ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسلامي امارت د ریاستالوزرا پر سیاسي مرستیال، دوو سرپرست وزیرانو او استخباراتو لوی ریاست پر سرپرست د سفر بندیزونه لرې کړي دي.
د امریکا کرکټ ملي لوبډلې د نړۍوال شلاوریز جام سیالیو په لړ کې پاکستان ته ماتې ورکړه.