د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال د ځینو ولایتونو له قومي مشرانو سره په لیدنو کې ویلي، اسلامي امارت او اسلامي نظام په یو قوم او ډلې پورې محدود نه دی؛ بلکې د ټولو افغانانو شریک نظام دی او له تبعیض پرته په کې د ټولو خلکو حقوق خوندي دي.
سرپل کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان د جودو ملي لوبغاړي احمد صمیم فیضزاد د پاریس المپیکي سیالیو کې له خپل اتریشي سیال څخه ماتې وخوړه.
په فراه کې له روغتیايي مرکزونو سره د سل زره امریکايي ډالرو په ارزښت د درملو، طبي او نورو وسایلو مرسته وشوه.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپاچوونکي او د شلاوریزو لوبو لوبډلمشر راشد خان په شلاوریزو سیالیو کې ۶۰۰ وېکټې پوره کړې.
کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د هندي بورې، نفتي توکو او سرو زرو بیې لوړې شوې خو د نورو لومړنیو توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی.
د پکتيا د پاور لفټينګ فدراسيون مسوولين وايي چې د دغه ولایت په مرکز ګردېز کې د پاور ليفټينګ د ولايتي لوبډلې د ټاکلو لپاره د ۳۰ لوبغاړو ترمنځ ټاکنيزې سيالۍ تر سره شوې.
د بغلان د استخباراتو ریاست وايي چې د دغه ولایت په نهرین ولسوالۍ کې یې دوه مهم وسلهوال وژلي دي.
ننګرهار کې سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په تورخم ښارګوټي کې یې پاکستان ته د ۴۰ زره او ۴ سوه او ۷۵ امريکايي ډالرو د قاچاق مخه نیولې او په تړاو یې دوه کسان هم نیول شوي دي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، د نیمروز په مرکز زرنج کې د دوو کورنیو ترمنځ دښمني چې يو کس په کې وژل شوی و، پای ته ورسېده.
د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د فرهنګي ماښام ترعنوان لاندې مشاعره وشوه.
سیمهییز مسوولین وايي چې په بغلان او بدخشان ولایتونو کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله شپږ کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.