د افغانستان د تکواندو دوو ملي لوبغاړو محسن رضایي او علياکبر امیري د ایران په الف لیګ تکواندو سیالیو کې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې هندی راما کریشنا شریدر یې د نیوزیلنډ او سوېلي افریقا پر وړاندې د راتلونکو لوبلړیو لپاره د ملي لوبډلې مرستیال روزونکی ټاکلی دی.
د تکواندو افغان لوبغاړي فرزاد منصوري د پاریس په المپیکي سیالیو کې له خپل امریکایي سیال څخه ماتې وخوړه.
د بادغیس د لوړو زدهکړو له موسسې یو شمېر نوي فارغ محصلین وايي، تحصیل یافته قشر د یوه هېواد ستره سرمایه ده او حکومت باید ورته د کار زمینه برابرولو کې پاملرنه وکړي.
خوست ته له کوزې پښتونخوا د واليبال راغلي يو شمېر لوبغاړي وايي چې د ډيورنډ فرضي کرښې دواړو ولسونو ترمنځ د اړيکو ټينګښت او یووالي په موخه دې د دواړو لورو ځوانانو لپاره د سپورټي لوبو سیالۍ جوړې شي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په دې وروستیو کې په ایران کې له افغانانو سره د ناوړه چلند راپورونه ترلاسه کېږي او ډېری بوږنوونکي انځورونه هم په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي چې ډېر یې اندېښمن کړي دي.
هلمند کې د بست د پنبې او نباتي غوړیو دولتي فابریکه چې له کلونو راهیسې یې ځینې برخې غیرفعالې وې، په نوو او عصري ماشینونو او وسایلو سره بېرته ترمیم او فعاله شوه.
لغمان کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په الینګار ولسوالي کې دوه کارګر ماشومان د کار پر مهال تر پاڼ لاندې شوي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د بادغيس خټکيو ته د بازار موندنې په موخه د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د «خټکي ګل» په نوم ادبي غونډه جوړه شوه.
په افغانستان کې د ایران د اقتصادي چارو سلاکار ویلي چې د افغانستان ۲۵ سلنه واردات له ایرانه کېږي او له دغه هېواد سره د سوداګرۍ شرایط ښه شوي دي.
د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت شارژدافیر ویلي چې لندن له اسلامي امارت سره د نړۍ د اړیکو پراخېدو برخه کې همکاري کوي او غواړي د افغانانو ستونزې هوارې شي.
د جودو ملي لوبډلې لوبغاړی صمیم فیضزاد چې د پاریس په المپیکي سیالیو کې یې ګډون کړی و، نن بېرته هېواد ته راستون شو.