په چین کې د افغانستان سفیر د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیایي څانکې له مرستیال سره په لیدنه کې کابل کې د سیمهییز تماس ډلې هېوادونو د لومړنۍ کېدونکې غونډې په اړه خبرې کړي.
د سمنګان ولایت امنیتي مسوولین وايي چې تېره شپه د دغه ولایت د ایبک ښار په مربوطاتو کې د یوې کورنۍ درې غړي په ډزو وژل شوي دي.
د کابل – جلالاباد پر لویه لار د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اړوند سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی.
د سمنګان امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د ناچاوده توکو د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي دي.
فراه کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېټې د دغه ولایت په فراهرود ولسوالۍ کې ۳۰۰ جریبه غصب شوې ځمکه راګرځولې او په تړاو یې څلور کسان هم نیول شوي دي.
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې «نی» مشر وایي چې په هېواد کې یې په موقت توګه خپل فعالیتونه ودرول.
د بامیان په یکهولنګ ولسوالۍ کې د څهکم ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک اوبو یوې شبکې او یوه ښوونیز مرکز ودانی د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر وایي، هېواد یې چمتو دی چې په افغانستان کې له شته فرصتونو استفاده او په دغه هېواد کې پانګونه وکړي.
له ۱۹ کلنو کمعمره لوبډلو نړۍوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان نن خپله درېیمه لوبه له نیپال ترسره کوي.
فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د اندخوی – جوزجان او المار ولسوالۍ پر لارو د دوو ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او ۷ نور ټپیان شوي دي.
د المپیک ملي کمېټه وایي، د ویلچر باسکټبال ملي لوبډله په اسیایي او اوقیانوسیه (AOZ) سیالیو کې د ګډون په موخه ټایلنډ ته ولاړه.
د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په باجوړ سیمه کې د پولیسو پر موټر چاودنه شوې چې په کې پنځه پولیس وژل شوي او لس نور ټپیان دي.