د نیمروز سیمهییز چارواکي وایي چې د دغه ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او لږ تر لږه څلور نور ټپیان شوي دي.
د عراق پخوانی ولسمشر برهم احمد صالح د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنر په توګه ټاکل شوی دی.
د هند د چاپېریالساتنې، ځنګلونو او د اقلیم بدلون وزیر د افغانستان د عامې روغتیا له وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې د افغانستان د خلکو د روغتیایي امنیت د ملاتړ لپاره خپله ژمنتیا یو ځل بیا تازه کوي او له افغان حکومت سره به یې په بېلابېلو برخو کې همکارۍ دوام ولري.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه نږدې شپږ زره کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.
د لوړو زدهکړو وزیر د میدانوردګو پوهنتون کې د لیلیې ودانۍ جوړولو د عملي چارو د پرانیستې مراسمو کې ویلي، د استادانو ژمنتیا او د مسوولینو له خوا هغوی ته هر اړخیز ډاډ د دې لامل کېږي چې د لوړو زدهکړو نظام لا پیاوړی شي.
د بادغیس امنیتي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په ابکمري ولسوالۍ کې د یوه مسافروړونکي موټر چپه کېدو له امله دوه کسان مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون لس نور کسان ټپیان شوي دي.
د غور ورزشي مسوولین وایي چې د دغه ولایت پاورلفټینګ لوبډلې د مډالونو او د اتلولۍ کپونو په ګټلو سره په ننګرهار کې د دې ورزشي څانګې سیالیو اتلولي خپله کړه.
د لوړو زدهکړو وزارت وایي چې په لومړي ځل د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي له لوري تولید شوي مینځونکي توکي نندارې ته وړاندې شول.
د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه کې د کونړ له سینده د درونټې تر بنده پورې د اوبو راوستلو وړاندیز د تایید وړ وبلل شو چې د دغو اوبو په را انتقال سره به په ننګرهار د کرنیزو ډېرو ځمکو د اوبو د کمښت ستونزه هواره شي.
لوګر د برېښنا ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز پلعلم اړوند شپږو کلیو ته د برېښنا رسولو یوې پروژې چارې پیل شوې چې له بشپړېدو سره به یې شاوخوا ۲۶۰۰ کورنۍ له وارداتي او دوامداره برېښنا برخمنې ش
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې له مرستیالې سره په لیدنه کې ویلي چې د ژمي په رارسېدو سره د راستنو شوو کډوالو ستونزې ډېرې شوې او په ګاونډیو هېوادونو کې هم د پاتې افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د پنجاب صوبې د فیصلاباد ښار د کیمیاوي توکو یوه فابریکه کې یوه بایلر چاودنه کړې چې له امله ۱۸ کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.