د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د «ستا» په نوم یوې نوې سیمهییزې خصوصي راډیو خپرونې پیل کړې.
د جوزجان د استيناف محمکې مسوولین وايي چې د سترې محکمې د حکم پر بنسټ، د دغه ولایت د شبرغان ښار په ورزشي سټډیوم کې د شپږو ښځو په ګډون ۱۳ کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
د اقتصاد سرپرست وزیر د اروپا د نړۍوال مشارکت ادارې له رییس سره په لیدنه کې د مالي او بانکي بندیزونو پر لرې کېدو او د پراختیایي پروژو پر پلې کېدو د نړۍوالې ټولنې پر تمرکز ټینګا کړی او دغه کار یې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره حیاتي بللی دی.
د ننګرهار امنيتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د یوه پخواني ماين چاودنې له امله درې ماشومان ټپيان شوي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، افغان ابدالیان (د افغانستان الف کرکټ لوبډله) د روان کال په اپرېل میاشت کې د سریلانکا او ایرلنډ الف لوبډلو پر وړاندې په درې اړخیزه لوبلړۍ کې ګډون کوي.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له یوې مؤسسې سره په پنځو ولایتونو کې کونډو، یتیمانو او معلولینو ته د خوراکي توکو د وېش برخه کې یو هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د ترکیې د بهرنيو چارو وزارت د جنوبي اسيا څانګې ریيس د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له دویم سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد يې غواړي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلې اړيکې پراخې کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا درې میلیارد افغانیو په ارزښت د ۲۷ پروژو تړونونه منظور او د ۷ نورو یې تعدیل کړل.
د افغانستان بانک سرپرست د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې سره په لیدنه کې ویلي، دغه بانک ژمن دی چې په هېواد کې کوچنيو مالي تمویلاتو ته وده ورکړي څو د هېواد په ټولو برخو کې خلک له دې مالي خدمتونو برخمن شي.
فاریاب کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې د ګازنیونې له امله د یوې مدرسې دوو طالبانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل مسموم شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې دوه برېتانویان، یو امریکایيالاصله چیني او یو افغان همکار یې د «ځینو ملاحظاتو» پر بنسټ نیول شوي او د دې موضوع د حل لپاره هڅې روانې دي.
د فراه ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې د یوه پخواني ماین چاودنې له امله دوو کسان ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP