د سرحدي پولیسو ریاست وایي، د روان لمریز کال په اوږدو کې یې د ۳۵۱ کیلوګرامه ګرانبیه ډبرو او نږدې څلور کیلوګرامه سرو زرو د قاچاق مخنیوی کړی دی.
د کندوز امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په امامصاحب ولسوالۍ کې یې هغه کس نیولی چې دوې ورځې مخکې یې خپل څلور کلن زوی وژلی و.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه وزارت راتلونکي ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره کابل کې ۴۰۰ یتیم او بېسرپرسته ماشومان روزنتونونو ته جذبوي.
د غزني ولایت اجرستان او مالستان ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي وایي، د بادونو په وسیله له غرونو د زیاتې واورې ښویېدلو له امله د دغو ولسوالیو لارې له دوو ورځو را په دې خوا د تګ راتګ پر مخ تړلې دي.
د کب لسمه چې د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د دوحې تړون کالیزه ده، نن په غزني ولایت کې د یوې مشاعرې په ترڅ کې ونمانځل شوه.
د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په اکوړه خټک کې په حقانیه مدرسه کې نن د جمعې لمانځه پر مهال چاودنه شوې چې له امله یې د مولانا حامدالحق په ګډون لږ تر لږه څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا لس نور ټپیان شوي دي.
د اروزګان امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ګېزاب ولسوالۍ کې د غره ښویېدنې پېښه کې د یوه کور شپږ غړي مړه شوي دي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) په یوه راپور کې ویلي چې تېر ميلادي کال په افغانستان کې له نیم میلیون ډېر خلک د اقلیمي بدلونونو له امله د رامنځته شوو پېښو په پایله کې بېځایه شوي دي.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې یوه غړي ویلي چې د تورخم دروازې له بندېدو سره پر سوداګریزو توکو بار څه باندې پنځه زره موټر دواړو خواوو ته بند پاتې دي چې له امله یې دوه اړخیزه سوداګري زیانمنه شوې ده.
د راپورونو پر بنسټ، د کانګو هېواد په بوکاوو ښار کې چاودنې چې په یوه غونډه کې شوې، ۱۱ کسان وژلي او ۶۵ نور ټپیان دي.
د پکتيا د عامې روغتيا رياست وايي چې د روان میلادي کال په تېرو دوو میاشتو کې په دغه ولایت کې د شري ناروغي د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶۰ سلنه ډېره شوې ده.
د یوناما مرستیال د لوړو زدهکړو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې د افغانستان تحصیلي بنسټونو پیاوړتیا لپاره د لابراتواري توکو او وسایلو برابرولو او بهرني او افغاني استادانو د جذب برخو کې همکاري کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP