کابل (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۳): د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، راتلونکي ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره کابل کې ۴۰۰ یتیم او بېسرپرسته ماشومان روزنتونونو ته جذبوي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د سرپرست ملا عبدالمنان عمري په هدایت د کابل ولایت له ولسوالیو څخه امارتي روزنتونونو ته د مستحقو یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو د جذب په موخه د یاد وزارت پلاوي د پغمان ولسونو، علماوو او مسوولینو سره مشورتي ناسته کړې ده.
سرچینې ویلي، په یاده ناسته کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د روزنتونونو رییس مولوي محمداصغر صفدري په ټولنه کې د یتیم او بېسرپرسته ماشومانو په غوره کفالت او حفاظت ټینګار کړی دی.
صفدري زیاته کړې: «د کار او ټولنیزو چارو وزارت هوډمن دی چې یوازې د کابل په ولایت کې سږ کال د ۴۰۰ تنو په شاوخوا کې تر ټولو ډېر مستحق یتیم او بېسرپرسته ماشومان خپلو روزنتونونو ته جذب کړي چې هلته د هغوی تعلیم، تربیې، اعاشې او اباتې، صحت او سرپناه ټول خدمات موجود دي.»
نوموړي په پغمان ولسوالۍ کې له سیمهییزو مسوولینو، علماوو او ملکانو غوښتي چې د مستحقو ماشومانو په پیدا کولو کې مرسته او همکاري ورسره وکړي.
سرچینې زیاته کړې، د پغمان علماوو او ملکانو ویلي چې دا کار به وکولی شي په ټولنه کې د یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو له تجرید او انزوا څخه مخنیوی وکړي او د ټولنې دا زیانمن قشر به خپلو حقونه ته ورسېږي.
د کار او ټولنیز چارو وزارت د معلوماتو له مخې، یاد پلاوی به د کابل د نورو ولسوالیو له محلي مسوولینو، علماوو او ملکانو سره هم دا ډول ناستو ته دوام ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP