غزني ښار (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۳): د غزني ولایت اجرستان او مالستان ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي وایي، د بادونو په وسیله له غرونو د زیاتې واورې ښویېدلو له امله د دغو ولسوالیو لارې له دوو ورځو را په دې خوا د تګ راتګ پر مخ تړلې دي.

د اجرستان یوه اوسېدونکي طیب پژواک خبري اژانس ته وویل، دوه ورځې کېږي د واوري ښویېدو له امله لارې بندي شوې او زیاته وي چې معلومه نده تر کله به لارې همداسي بندې پاتې وي.

نوموړي وویل: «هغه کسان چې ښار ته تللي هلته او هغه کسان چې اړین کارونه او یا ناروغان لري، هغه په ولسوالۍ کې بند پاتې دي.»

د مالستان یوه بل اوسېدونکي غفور هم پژواک ته وویل چې د یادو ولسوالیو لاره په (ګوسه نک) سیمه کې له دوو ورځو را په دې خوا تړلې ده.

هغوی غوښتنه کوي چې ژر تر ژره باید د ولسوالیو لارې خلاصې شي؛ ځکه په وینا یې، خلک زیاتي اړتیاوې او ستونزې لري.

ورته وخت کې، د غزني سیمهییز مسوولین هم ستونزې مني او وایي چې له تېرو دوو ورځو را په دې خوا د درنو واورو ښویېدو له امله د مالستان او اجرستان ولسوالیو لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.

د غزني امنیه قوماندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي پژواک ته وویل، د غزني له مرکز سره د نورو ټولو ولسوالیو مواصلاتي لارې خلاصي دي، خو یوازې د مالستان او اجرستان ولسوالیو لاري د غزني له مرکز سره تړلې دي.

نوموړي وویل، د مالستان په سرحد کې د (ګوسنک) سیمې او نورو دښتو کې باد او بادوړیې زیات شوي دي، کله چې فني او مسلکي ټیم د خلاصولو هڅې کوي هغه بېرته له شاه پسي ډکېږي.

ده زیاته کړه، کله چې باد کم شي د لارو خلاصولو هڅې به هم شروع کړي او د سیمې له خلکو یې وغوښتل چې د لارو خلاصولو کې دې له دوی سره مرسته وکړي.

د یادونې ده چې په دا وروستیو کې د غزني ترڅنګ د هېواد په ډېریو ولایتونو کې درنې واورې شوې چې د خلکو پر مخ یې ستونزي را ولاړې کړي.