سمنګان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د دره صوف بالا ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ډبرو سکرو یوه کان نړېدو له امله یوه کان کېندونکي ژوند له لاسه ورکړی دی.
هرات کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت د لوی جامع جومات – چې د تېر کال په ویجاړوونکې زلزله کې زیانمن شوی و – د بیارغولو چارې ۷۰ سلنه ترسره شوې دي.
په داسې حال کې چې د تورخم لار له تېرو څلورو ورځو راهیسې د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې تړل شوې، له کابله یو لوړپوړی پلاوی د دې لارې د خلاصون په موخه تورخم ته سفر کوي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله سبا د اتلانو جام «چمپینز ټرافي» سیالیو کې خپله دویمه لوبه د انګلستان پر وړاندې ترسره کوي.
د روسیې ولسمشر وايي چې مسکو د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې په خبرو کې د اروپایي هېوادونو له ګډون سره مخالفت نه کوي او په خبره یې، د امریکا ولسمشر د روسیې او اوکراین له جګړې سره منطقي چلند کوي.
د سعودي عربستان د ملک سلمان بنسټ او د روغتیا نړۍوال سازمان ترمنځ د ماشومانو ګوزڼ (پولیو) ویروس مخنیوي په موخه د ۵۰۰ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت هوکړهلیک لاسلیک شو.
د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت، سبا د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د درنې واورې او سخت باران ورېدو، تالندې او برېښنا او سېلابونو راوتو خبر ورکړی دی.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې دا مهال د هېواد په کچه د دغه وزارت اړوند ۵۰ روزنتونونو کې څه باندې ۷ زره یتیم او بېسرپرسته ماشومان ساتل کېږي.
اروزګان کې سیمهییز مسوولینو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د وړیا زدهکړو له یوه مرکز څخه د لسګونو زدهکوونکو د فراغت په مراسمو کې وویل چې د وړیا زدهکړو خدمتونو لړۍ د دغه ولایت ولسوالیو ته هم غځول کېږي.
د لوګر ولایت په مرکز او دوو ولسوالیو کې د ۱۷ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو مدیریت اړوند د درېیو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې د تورخم دروازې تړل کېدو له امله افغان سوداګرو ته ميليونونه افغانۍ زیان اوښتی دی.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د جاپان حکومت ترمنځ د شپږ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP