د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د افغانستان او چین ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړيکو د اویایمې کالیزې په نمانځغونډه کې وویل، دواړو هېوادونو د تاریخ په اوږدو کې ښه ګاونډیټوب کړی او چین دې په سیمهییزو او نړۍوالو غونډو کې د افغانستان له دریځه ملاتړ وکړي.
د ننګرهار ولایت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ پنځه کلنه دښمني د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړيتوب پای ته ورسېده.
د راپورونو له مخې، له موريتانيا څخه اسپانیا ته تلونکې يوه کښتۍ د مراکش له ساحل سره نږدې ډوبه شوې چې ۴۴ کسان پهکې مړه شوي او ګومان کېږي پاکستانیان دي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د اسلامي امارت یو پلاوی د دغه وزارت د ترانزیټ د رییس محمدالله بختیار په مشرۍ ایران ته ولاړ.
د روغتیا نړۍوال سازمان له غزې تر افغانستانه د ۴۲ بحراني سیمو څه باندې ۳۰۰ میلیون اوسېدونکو ته د مرستو رسولو لپاره د ۱.۵ میلیارد امریکايي ډالرو غوښتنه کړې ده.
مالیزیا کې د افغانستان سفارت سرپرست د دغه هېواد د فدرالي ایالتونو له مفتي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د سیاسي لیدلورو او د محاکمو اړوند د یو شمېر موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د سترې محکمې د اداري مرستیال په مشرۍ یو جګپوړی قضایي پلاوی په ایران کې د افغان زندانیانو د حقونو د تامین او په دغه هېواد کې پر اعدام د محکومو افغانانو په تړاو د خبرو لپاره نن سهار تهران ته ولاړ.
د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ زرګونو اوسېدونکو د یوې غونډې په ترڅ کې د اسلامي امارت له بیا ځلې واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د پرمختګ او ثبات ټینګېدو ستاینه کړې او د لویو پروژو پلې کېدل د هېواد د اقتصادي ودې او ځان بسیاینې لپاره مهم بولي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست په کابل کې د ایران له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، د افغانستان روغتیايي سیسټم د پیاوړتیا لپاره کیفیت لرونکو درملو او عصري طبي تجهیزاتو ته اړتیا ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږيکوونکی دفتر (اوچا) وایي چې ایټالیا د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د ۴،۵ میلیون یورو مرسته اعلان کړه.
افغانستان، سعودي عربستان او ترکیې د حماس او اسرائیل ترمنځ د اوربند د هوکړې هرکلی کړی او د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، اوس اړینه ده چې د هوکړې ټول پړاوونه په داسې بڼه بشپړ عملي شي چې اوربند دوامداره او بشري مرستې په بېړنۍ توګه د غزې ولس ته ورسېږي.
د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي په اسلامي ټولنو کې د نجونو زدهکړو د فرصتونو او ننګونو په تړاو په اسلاماباد کې د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان کنفرانس د اعلامیې هرکلی وکړ او زدهکړې یې د نجونو یو مسلم حق بللی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP