د کابل ښاروالي وايي چې د ښار د دولسمې ناحیې اړوند سیمو کې د ۲۱ میلیون افغانیو په لګښت د فرعي سړک او کوڅو جوړولو درې پروژې بشپړې شوې.
د خوست امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې یې د نشهيي توکو يو مشهور قاچاقبر له ۴۳ کيلوګرامه چرسو سره نیولی دی.
سیمهییز مسوولین وایي، د کونړ په مرکز اسعداباد ښار کې د قیمتي او نیمهقیمتي ډبرو د پلور مرکز پرانېستل شو او په لومړي ځل پکې د ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت بیروج د بولۍ له لارې وپلورل شول.
د کورنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د ایران له سفیر سره په ليدنه کې د دواړو هېوادونو د اړېکو پر لا پیاوړتیا خبرې کړي دي.
د افغانستان ستره محکمه وایي چې د زابل ولایت په دایچوپان ولسوالۍ کې یوه کس ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
د پکتيا اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وايي چې په ګردېز ښار او ولسواليو کې يې ۷۰۰ کسانو ته په وړيا ډول د زدهکړو پروګرام پيل کړ.
د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت وایي چې پوهنتونونو کې د څېړنو معیاري کولو او ادبي غلا مخنیوي په موخه د لومړي ځل لپاره د (Turnitin) او ګرامرلي سافټوېرونه پېرلي دي.
د کونړ او نورستان ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي، وروستیو ورښتونو د اسعداباد – پارون لویې لارې ډېرې برخې زیانمنې کړې چې بیارغونې ته جدي اړتیا لري.
د لوګر د اقتصاد ریاست وایي چې په تېرو لسو میاشتو کې په دغه ولایت کې د ۱،۴ میلیارد افغانیو په لګښت ۱۱۱ رغنیزې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د دایکنډي خایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز نیلي کې د کډوالو په ښارګوټي کې د بېرته راستنېدونکو لپاره د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوه.
د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست وایي، په دغه ولایت کې ۴۵۰ کسان د حرفوي زدهکړو له یوې شپږمیاشتنۍ دورې فارغ شول.
د پنجشېر امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په رخه ولسوالۍ کې یې دوه «غله» له یوه اندازه سرو زرو او یو میل تومانچې سره نیولي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP