د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې یې د یوه کس د وژلو په تور پنځه کسان نیولي دي.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي اداره وايي چې روان ميلادي کال په هېواد کې ۱۵۲ کیلومتر مربع ځمکه له ماینونو او ناچاوده توکو پاکه شوې او زیاتوي چې په دې موده کې د دغو توکو په چاودنو کې ۱۴۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۴۰۴ نور ټپیان شوي دي.
د هېواد د وزن پورته کولو ملي لوبډلې لوبغاړي زبیر نظري د قطر کپ اسیایي سیالیو کې د ۲۵۰ کیلو وزن په پورته کولو سره په دغو سیالیو کې اتم مقام خپل کړ.
د پکتيا په مرکز ګردېز کې د متحده عربي اماراتو د پنځه میلیون امریکايي ډالرو په مالي ملاتړ د یوه روغتون جوړولو چارې پيل شوې.
د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د ۱۲،۵ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي چې اسلامي امارت په غزه کې د کمال عُدوان پر ملکي روغتون بريدونه غندي او د نړۍ او سيمې پر بانفوذه هېوادونو غږ کوي چې د دغو وحشتونو مخنیوي ته دايمي حللار پیدا کړي.
د اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون ناسته کې ټینګار شوی چې افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه د خپلو خلکو او خاورې ساتنې مسوولیت او د دفاع مشروع حق لري او اسلامي امارت په سیمه کې د ثبات او نظم غوښتونکی دی.
د افغانستان دفاع وزارت وایي، د هېواد د جنوبختيځ له استقامته د فرضي کرښې بلې خوا ته پر ځینو هغو پټنځایونو او مرکزونو انتقامي بریدونه شوي له کومو چې په افغانستان کې بریدونو تنظيمېدل.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، کندز کې د شپږ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو او هلمند کې د څه باندې ۵،۹ میلیون افغانیو په لګښت د څو پراختیايي پروژو چارې پيل شوې.
پکتیا کې د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې مسوولین وايي چې په تېرو درېیو کلونو کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۸۵۰ کورنۍ د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې دي.
ستره محکمه وایي، په کابل او پکتیکا ولایتونو کې درېیو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوې.
د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې ۸۰۰ بېوزله زدهکوونکو ته وړیا ښوونیز پروګرام پيل شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP