د ننګرهار ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د کورنیو تولیداتو نندارتون جوړی شوی چې درې ورځې به دوام وکړي.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د یونیسف ادارې له مشر سره په ليدنه کې هېواد کې د روغتیایي سیسټم د پیاوړتیا په اړه خبرې کړي او له هغه یې غوښتي چې روغتونونو ته اړین طبي وسایل او درمل په ټاکلي وخت ورسوي.
افغان کرکټ ملي لوبډلې روان میلادي کال له ایرلینډ، سوېلي افریقا، بنګلهدېش او زمبابوې لوبډلو څخه درې د یو ورځنیو او دوه د شلاووریزه سیالیو لوبلړۍ ګټلې دي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د بریتانیا له شارژدافیر سره ليدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، په اروپا کې د افغانانو لپاره د قونسلي خدمتونو د بیا ځلې انسجام او پیلېدو د عملي هڅو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د روسیې پارلمان له خوا د هغې طرحې د تایید هرکلی وکړ چې له مخې به یې د «طالبانو غورځنګ» نوم په هغه هېواد کې د ممنوعه ډلو له لېسته لرې کولو ته زمینه برابروي.
د لوګر ولایت په مرکز کې د ۳۳ غوره لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې چې دوه اونۍ به دوام وکړي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ مسوولین وايي چې تېرو اتو مياشتو کې يې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو څه باندې ۱۴۰۰ کسان نیولي دي.
د ننګرهار عامې روغتيا رياست له لوري د دغه ولايت په ۲۲ ولسواليو کې نجونو ته د خوارځواکۍ مخنيوي په موخه په وړیا ډول د اوسپنې یا فولیک اسید ګولیو وېشلو کمپاين پيل شو.
د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د غلو یوه شپږکسیزه ډله نیول شوې ده.
سرپل کې یو شمېر بزګران د حکومت له لوري د کوکنار پر کښت بندیز ته په اشاره د بدیل کښت غوښتنه کوي خو د کرنې ریاست وايي، د کرنې سیستم ښهوالي په موخه یې ښې برنامې ورمعرفي کړې دي.
د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالۍ کمېشنرۍ په مالي مرسته یوه ۳۰ بستریز روغتون لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.
کابل ښاروالي وايي، د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې د ۴۴ میلیون افغانیو په لګښت د فرعي سړکونو جوړولو شپږو پروژو چارې بشپړې شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP