په بلخ ولایت کې د یوه خصوصي فابریکې له خوا د چرګانو تولید شوې دانه په لومړي ځل تاجکستان ته صادر شوه.
چارواکو د کانکور ازموینې د ممتازو زدهکوونکو په ستاینغونډه کې د دیني او عصري زدهکړو پر اړتیا ټینګار وکړ او ترمنځ یې واټن «د اشغال موخه او د سیسه» وبلله ویې ویل چې د دې دسیسې د خنثی کېدو لپاره باید کار وشي.
د ننګرهار ولايت مرکز جلالاباد ښار په مربوطاتو کې د یوې ترافيکي پېښې له امله څلور کسان مړه شوي او درې نور ټپيان دي.
خوست کې د نجونو یوه لومړني ښوونځي ته شاوخوا ۱۵ کاله مخکې دوه پوړیزه ودانۍ جوړه شوې، خو ښوونځی لا هم زدهکوونکې نه لري او غیرفعال دی.
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ویلي چې د افغانستان لپاره یې د فرانسې له شارژدافیر سره لیدلي او د دوحې د درېیمې ناستې په اړه یې خبرې کړې دي.
د دایکنډي روغتیایي مسوولین وایي چې په تېرو دوو کلونو کې د دغه ولایت د روږدو درملنې ۴۰ بستریز روغتون کې د ۴۳۵ کسانو درملنه شوې ده.
د مالیې وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د هېواد په ۱۲ بندرونو کې د ۸ میلیارد افغانیو په ارزښت د الکټرونیکي سکنرونو د نصبولو قرارداد لاسلیک شو.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ترکمنستان بهرنيو چارو وزير رشيد مرِداف، فضلمحمد صابر په دغه هېواد کې د ا.ا د شارژدافير په توګه ومانه.
سرچینې وايي، د کندهار د غورک ولسوالۍ د صورت خان کارېز په سیمه کې د یوې ښځې مړی موندل شوی دی.
د سمنګان سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز ایبک ښار په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومان په ګډون شپږ کسان مړه شوي دي.
په هلمند ولایت کې د ۱۷۷،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پل او ۲۷،۵ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پيل شوې.
د دایکنډي د عامې روغتیا مسوولین وايي چې دغه ولایت کې یوې مور په یو ځل پنځه ماشومان زیږولي خو دوه یې مړه شوي دي.