ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سهیل شاهین د فرانسې له شارژدافیر سره کتلي

سهیل شاهین د فرانسې له شارژدافیر سره کتلي

author avatar
29 Jul 2024 - 16:50
سهیل شاهین د فرانسې له شارژدافیر سره کتلي
author avatar
29 Jul 2024 - 16:50

کابل (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۳): په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ویلي چې د افغانستان لپاره یې د فرانسې له شارژدافیر سره لیدلي او د دوحې د درېیمې ناستې په اړه یې خبرې کړې دي.

هغه پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې له باژان مارین شو سره یې د کروندګرو لپاره د کوکنارو د بدیل کښت، خصوصي سکټور، روغتیا برخې او اقلیمي تغییراتو په اړه خبرې کړې دي.

د یادونې ده، د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته د اسلامي امارت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد او تر ۳۰ ډېرو هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو د استازو په ګډون د روان کال د چنګاښ په ۱۰ او ۱۱مه پّ قطر کې ترسره شو.

ګډونوالو په دې ناسته کې پر اقتصادي مسایلو، له نشه‌یي توکو سره د مبارزې، په افغانستان کې د بانکولۍ د سیستم او کاروباري ښځو ته د پاملرنې ترڅنګ د خصوصي سکټوره د ملاتړ په اړه خبرې وشوې.

که څه هم لوېدیځ هېوادونه لکه فرانسه د افغانستان له سرپرست حکومت سره رسمي اړیکې نه لري، خو د دغه هېواد ډيپلوماتانو په قطر کې د اسلامي امارت له استازو سره لیدلي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.