د اروزګان ځایي مسوولین وایي، د دیني عالمانو، قومي مشرانو او مسوولینو په منځګړيتوب د دغه ولایت په ګېزاب ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ دښمني پای ته ورسېده.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۱۳ افغانان چې د قانوني اسنادو نه درلودلو له امله په پاکستان کې نیول شوي وو، خوشي او هېواد ته راستانه شول.
هندي چارواکي وايي، د دغه هېواد په شمال کې په مذهبي مراسمو کې د ډېرې ګڼېګوڼې له امله ۱۱۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کابل امنیه قومانداني وايي چې د کابل ښار اوومې امنیتي حوزې پولیسو د نشهيي توکو د پلور په تور اووه کسان نیولي دي.
فاریاب کې د لس میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې لمریزې شبکې د جوړولو چارې بشپړې او هلمند کې د څه باندې ۶،۶ میلیون افغانیو په لګښت د ورته یوې شبکې جوړولو چارې پیل شوې.
د حکومت یو شمېر ښځینه کارکوونکې وایي، پنځه زره افغانیو ته یې د معاشونو ټیټېدو په اړه څرګندونو ډېرې اندېښمنې کړې خو ځینې سرچینې وایي، د دې موضوع د حل او روښانه کولو لپاره هڅې روانې دي.
د غزني په خواجهعمري ولسوالۍ کې د خلکو په اووه میلیون افغانۍ شخصي لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د غزني امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په ناوې ولسوالۍ کې یو کس د غلا په جرم په عام محضر کې ۳۵ دُرې ووهل شو.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د روانې جولای میاشتې په لسمه به د غازي امانالله خان جام لېسټ اې یو ورځنۍ سیالۍ په کندوز ولایت کې پیل شي.
دایکنډي کې یو شمېر ښځې چې په انلاین ډول یې د ارایشي محصولاتو پلور ته مخه کړې، وایي، توانېدلې چې له دې لارې د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کړي.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د تېر کال له پیل راهیسې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د اورلګېدنې ۱۴۰ پېښې رامنځته شوې دي.
ټاکل شوې چې د سریلانکا غوره لیګ شل اووریزه کرکټ سیالۍ نن د افغان لوبغاړو په شتون کې پیل شي.