غزنيښار (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د غزني امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په ناوې ولسوالۍ کې یو کس د غلا په جرم په عام محضر کې ۳۵ دُرې ووهل شو.

د غزني امنیې قوماندانۍ له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون د ناوې ولسوالۍ د لومړنۍ محمکې له لوري یو کس د غلا په جرم په عام محضر کې ۳۵ درې ووهل شو.

سرچینه وايي چې دغه کس مخکې هم دوه ځلې د غلا په تور نیول شوی او یو ځل له زندانه هم تښتېدلی و.

خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ځل د بند مودې له تېرولو وروسته په عام محضر کې په درو ووهل شو.

د یادونې ده، له دې مخکې په نورو ولایتونو کې هم پر شمېر مجرمینو تعزیري سزاوې تطبیق شوې دي.