Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندوز کې د غازي امان‌الله خان لېسټ اې کرکټ سيالۍ پيلېږي

کابل (پژاوک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د روانې جولای میاشتې په لسمه به د غازي امان‌الله خان جام لېسټ اې یو ورځنۍ سیالۍ په کندوز ولایت کې پیل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کورني کرکټ څانګې له کلني پلان سره سم به د غازي امان‌الله خان لېسټ اې اووم پړاو یو ورځنۍ سیالۍ د روانې جولای میاشتې په لسمه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۵مې پورې به د کندوز ولایت په کرکټ لوبغالي کې دوام ولري.

سرچینې ویلي، په دغو سیالیو کې څلور لوبډلې ماهیپر ستوري، میوند اتلان، پامیر لیجېنډز او هندوکش سټرایکرز ګډون کوي.

سرچینه زیاتوي، په اووم پړاو غازي امان‌الله خان جام سیالیو کې به د ملي لوبډلې د یو شمېر لوبغاړو ترڅنګ د کورني کرکټ ګڼ شمېر نوموتي او د غوره کارکردګۍ لرونکي لوبغاړي ولوبېږي.

کرکټ بورډ ویلي، دغه‌راز ځوانو لوبغاړو ته د لا زیاتو غوره لوبیزو فرصتونو برابرولو په موخه د ۱۹ کلنې کم عمره ملي لوبډلې یو شمېر ځوانو لوبغاړو ته هم په یادو لوبډلو کې ځای ورکول کېږي چې د خپلو ملي لوبغاړو ترڅنګ به په دغو سیالیو کې ولوبېږي.

سرچینه وایي، غازي امان‌الله خان جام لېسټ اې سیالۍ د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ په جوړښت کې له خورا ستر ارزښته برخمنې دي چې په هېواد کې د لوبغاړو او لوبې د ودې په برخه کې ستر رول لوبوي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د کورني کرکټ څانګې له پلان سره سم به له یادو سیالیو وروسته په راتلونکې اګسټ میاشت کې نهم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ او د روان کال په سپټمبر میاشت کې به اووم پړاو احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس کرکټ سیالۍ ترسره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.