د عامې روغتیا سرپرست وزیر وایي چې دمګړۍ په هېواد کې د لسو ناروغیو وقایې لپاره ۱۳ ډوله واکسین موجود دي چې د ۳۰۴۹ روغتیایي مرکزونو له لارې میندو او له یو کال کمعمره ماشومانو ته په وړیا ډول تطبیقیږي.
د پکتيا پوهنتون انجینري پوهنځي لابراتوار ته اته کاله مخکې د یوه ترکي شرکت له لوري د ۷۰ میلیون افغانیو په لګښت وسایل ورکړل شوي وو خو تر اوسه نه و فعال شوی.
د لوګر سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت برهکيبرک ولسوالۍ په سجاوند سیمه کې یو ۲۵ کلن ځوان د اوبو یوه چکډیم ته لوېدلی او مړ شوی دی.
د ننګرهار په درهنور ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ شپږکلنه دښمني د قومي مشرانو، ديني عالمانو او چارواکو په هلو ځلو پای ته ورسېده او روغه یې وکړه.
سیمهییز مسوولین وایي، د بغلان مرکز پلخمري ښار کې د لیسې دورې زدهکوونکو د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې.
د قوشتېپې جام سیالیو په لړ کې نن بُست سپینغر لوبډلې ته او مسعینک بیا د امو زون لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د ننګرهار حکومتي چارواکي وايي، يوه چينايي شرکت د دغه ولايت کرنې برخه کې د پانګونې ډاډ ورکړی دی.
د افغانستان د فوټبال او فوټسال ملي ټيمونو وروستۍ لاسته راوړنې په داسې حال کې ستایل کېږي چې د افغانستان د ورزش عمومي رییس د ورزشکارانو پر ملاتړ ټينګار کوي.
د لوګر کرنې ریاست وایي چې له تېرې اونۍ راهیسې په مرکز پلعلم او یو شمېر ولسوالیو کې د پرلهپسې ورښتونو او سېلابونو له امله شاوخوا ۱۳ سوه جریب کرنیز فصلونه له منځه تللي دي.
سیمهییز مسوولین وایي، په فراه او میدانوردګو کې له څه باندې ۳۱۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو او په ننګرهار کې له ۱۳۶۹ کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
د افغانستان ستره محکمه وایي، د پکتیا د احمدابا ولسوالۍ لومړنۍ محکمې درېیو کسانو ته چې پر ځینو جرمونو تورن وو، تعزیري سزا ورکړه.
د میدانوردګو په سیداباد ولسوالۍ کې د سیمې د خلکو په څه باندې ۲،۱ میلیون افغانيو لګښت د نصرتالعلوم په نوم دارالایتام ته ودانۍ جوړه شوه.