په غور کې د شاوخوا ۵۰ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۲ چکډیمونو جوړولو چارې پیل او دغه راز د فاریاب په درېیو ولسوالیو کې د ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د درېیو شبکو جوړولو چارې بشپړې شوې.
د ایران د مرکزي بانک مرستیال د افغانستان د مالیې وزارت له مرستیال سره لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالي او اقتصادي اړیکو پر لا پراختیا د ټینګار ترڅنګ له افغانستان سره د بانکي سکتور برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی.
ستره محکمه وایي، د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې دوو کسانو ته «له کوره د تېښتې» په تور تغزیري سزا ورکړل شوه.
خوست امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې له یوې ښځې سره د نامشروع اړیکو په تړاو اته کسان نیول شوي دي.
نیمروز ولایت کې ځینو سوداګرو د بغلان سېلابځپلو ته د ۳،۵ میلیون افغانیو په ارزښت خوراکي او غیرخوراکي توکي ولېږل.
ځینو ولایتونو کې د پسرلي موسم له پیليدو سره سم، سیمهییز مسوولین وایي چې بدخشان او هرات ته د پخوا په پرتله د بهرنیو ګرځندویانو ورتګ ډېر شوی دی.
د صنعت اونۍ ملي او نړۍوال نندارتون له جوړېدو سره هممهاله حکومتي مسوولینو له داخلي تولیداتو څخه پر استفادې ټينګار کړی او ویلي یې دي چې اسلامي امارت د داخلي تولیداتو او صنعت ملاتړ کوونکی دی.
د کابل امنیه قومانداني وايي چې د ښار پنځمې حوزې اړوند کارته مامورین سیمه کې له پولیسو سره په نښته کې درې غله وژل شوي او یو بل یې په ټپي حالت کې نیول شوی دی.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې بغلان، تخار، بدخشان، هرات او غور ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۱۶۲ کسان مړه او ۲۲۶ نور ټپیان شوي او دغه راز ۸۸۰۰ کورونه په قسمي او بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
د هلمند امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په باغران ولسوالۍ کې دوه کسان له سلګونه کیلوګرامه بېلابېلو نشهیې توکو سره نیول شوي دي.
د قوشتېپې جام سیالیو په لړ کې مس عینک لوبډلې سپین غر ته او بُست لوبډلې بیا بند امیر ته ماتې ورکړه.
لغمان کې د څه باندې ۲۷۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۴۴ بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې بشپړې او دغهراز ميدانوردګو کې د اته میلیونه افغانيو په ارزښت د څلورو ښوونځيو د بیارغونې چارې پيل شوې.