د روسیې فدراتیف ماردوفیا ولسمشر د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د لرګیو، درملو جوړولو، کرنې، ودانیزو او الکترونیکي توکو صنعتونو برخو کې له دغه هېواد سره همکاري وکړي.
دایکنډي کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کیتي ولسوالۍ کې د نجونو یوې لېسې ۷۹ زدهکوونکې او ښوونکې مسموم شوې دي.
یوه حکومتي سرچینه وایي چې تېره شپه د پکتيا ډنډپټان ولسوالي کې له ډيورنډ فرضي کرښې سره د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړې پر مهال د پاکستاني لوري ډزو کې درې ملکي وګړي وژل شوي او لس نور ټپیان دي.
د هلمند پوهنتون په ورزشي کلب کې تېره شپه د څو ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د فريفایټ سیالۍ ترسره شوې.
ځايي مسوولین په لوګر، اروزګان او سرپل ولایتونو کې د کتابونو اونیز، دوه ورځني او یو ورځني نندارتونونو له جوړېدو خبر ورکوي.
د ننګرهار په شينوارو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ لس کلنه دښمني د قومي مشرانو په منځکړتوب په دوستۍ بدله شوه.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وايي، هڅه کوي اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې خبریالانو ته لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د هلمند ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت موسیکلا ولسوالي کې د هاوان یوې زړې مرمۍ چاودنې یوه نجلۍ وژلې او یو هلک ټپي دی.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست له لوري په تورخم ښارګوټي کې د هغو حیواني درملو د رالېږد مخه نيول شوې چې قانوني اسناد يې نه درلودل.
د لغمان پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون پنځهګونو ولسوالیو کې د درېیو دیني مدرسو او د ښوونکو د روزنې دوو مرکزونو ترڅنګ ۱۷ دولتي ښوونځي په کرایي کورونو کې فعالیت کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، له نړۍوالو مرستو د اعظمي استفادې لپاره اړينه ده د مرستو نوعيت او د وېش بڼه د افغانستان د خلکو له اړتياوو او لومړيتوبونو سره سمه عياره شي.
فاریاب کې ځایي سرچینې وايي، د دغه ولایت په چهلګزۍ ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ په ګډون درې ښځې مړې شوې دي.