ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دایکنډي کې د نجونو یوه ښوونځي ۷۹ زده‌کوونکې او ښوونکې مسموم شوې

دایکنډي کې د نجونو یوه ښوونځي ۷۹ زده‌کوونکې او ښوونکې مسموم شوې

author avatar
17 May 2024 - 11:35
دایکنډي کې د نجونو یوه ښوونځي ۷۹ زده‌کوونکې او ښوونکې مسموم شوې
author avatar
17 May 2024 - 11:35

نیلي (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۳): دایکنډي کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کیتي ولسوالۍ کې د نجونو یوې لېسې ۷۹ زده‌کوونکې او ښوونکې مسموم شوې دي.

د دایکنډي د اطلاعاتو او فرهنګ رییس سید مصطفی صالح پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه پرون د کیتي ولسوالۍ په تمران لېسه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه چې مسموم شوي کسان په یاده ولسوالي کې د تمران کلینیک ته لېږدول شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د درېیو زده‌کوونکو روغتیايي وضعیت نازک و او د درملنې په موخه د دایکنډي ولایتي روغتون ته وړل شوي دي.

صالح وویل چې د پېښې علت تر اوسه معلوم نه دی خو په اړه یې پلټنې پیل شوې دي.

Views: 16

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.