د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال د ننګرهار د مومندو له یو شمېر قومي مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، ا.ا هېڅکله د حق په مقابل کې د قوم، ژبې او سمت طرفداري نه کوي او ټولو افغانانو ته د خپلو حقوقو د تامین طرفدار دی.
اړوندو ادارو د راتلونکو دوو ورځو لپاره د بارانونو او واورې ورېدو، سېلابونو راوتلو او د هېواد په ځينو سیندیزو حوزو کې د اوبو کچې ډېرېدو خبر ورکړی دی.
ننګرهار کې مسوولین ووایي، د دغه ولایت شېرزادو ولسوالۍ کې د غرښویېدنې له امله د یوې کورنۍ دوو غړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
ملګرو ملتونو ویلي چې د دغه سازمان د بشري حقونو شورا د دورې د ارزونې کاري ټیم ناسته نن د افغانستان د بشري حقونو د راپورونو ارزونې لپاره ناسته ترسره کیږي.
د ایران د خراسان رضوي د کانونو رییس ویلي چې افغانستان د ارزښتمنو قیمتي ډبرو کانونو درلودونکی هېواد دی او دغه قيمتي ډبرې باید له دغه هېواد وارد شي.
د لوګر مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس وايي، ټولې مخابراتې شبکې باید د سیمکارتونو ثبت او راجسټر لپاره پېرودونکو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
کندهار کې د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون مسوولین وايي، په تېر یونیم کال کې یې ۶۵ زره جریب غصب شوې ځمکه بېرته راګرځولې ده.
کابینې پرېکړه کړې چې د هېواد پنځو ولایتونو کې د ډبرو سکرو د پروسس، بستهبندۍ، بارګیرۍ او تخلیې لپاره ځانګړې شوې ځمکه کې دې د مرکزونو جوړېدو عملي چارې پیل شي.
د پکتیا حکومتي مسوولین وايي، د ګردېز- ډنډپټان ولسوالۍ عمومي لار چې د غرښوېیدنې له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه، بېرته پرانیستل شوه.
ازبکستان له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام نن ۱۶۰ تڼه خوراکي توکي د بلخ ولایت حیرتان سوداګریز بندر کې افغان پلاوي ته وسپارل.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په پلخمري ښار کې د رسنیو د نړۍوالې ورځې نمانځې په موخه مشاعره وشوه.
د کورنیو چاور وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د تېر یو کال په موده کې د کابل په کچه راټول شوي څه باندې ۱۵ زره لېتره اوبلن او څه باندې درې زره کیلوګرامه جامد نشهیي توکي وسوځول.