د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر وایي، کله چې افغانستان د یو ورځنیو سیالیو په تېر نړۍوال جام کې پاکستان ته ماته ورکړه، په هغه شپه یې هیڅ خوب ونه شو کړای.
پخواني ولسمشر حامد کرزي د کوچني اختر په مناسبت پیغام کې، د افغانانو ترمنځ پر یووالي د ټینګار ترڅنګ، یو ځل بیا له اسلامي امارته غوښتي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي.
د هرات امنیتي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې امنیتي ځواکونو په کشفي عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او نظامي تجهیزات کشف او ترلاسه کړي دي.
د پکتیا امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې ۵۸ میله غیرقانوني پاکستانۍ تومانچې کشف او ترلاسه شوي او په تړاو یې یو تن هم نیول شوی دی.
د کابل امنیې قوماندانۍ د کابل ښاریانو ته خبرداری ورکړی چې په اختر کې دې د پټاکیو له چوولو، هوايي ډزو او پلاستیکي ټوپک او تومانچو له پلور، پېر او استعماله ډډه وکړي.
د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال، د رسنیو مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي، په تېرو دوو لسیزو کې د نفاق لپاره پراخې هڅې شوي، اوس اړتیا ده چې رسنۍ د نفاق له منځه وړلو او د یووالي پياوړتیا ته کار وکړي.
د افغانستان د کور او ښار جورړلو وزارت وايي چې په کابل کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې کمولو په موخه خاک جبار، استالف، چهاراسیاب او د پغمان په ارغندۍ کې ټرانسپورټي ترمینلونه جوړېږي.
بغلان، بامیان او دایکنډي ولایتونو کې له څه کم څلور زره کډوالو، یتیمانو او بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرستې وشوې.
مسوولینو د اختر په مناسبت د غور له زندانه د ۹ ښځو په ګډون د ۵۰ زندانیانو خوشي کېدو خبر ورکړی دی.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، کابل کې د ۷۱ میلیون امریکایي ډالرو په لګښت د نیلهباغ استوګنیزې پروژې چارې پیل شوې.
امنیتي سرچینې وايي چې په فاریاب او پنجشېر ولایتونو کې د جلا پېښو له امله درې کسان مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.
د کابل ښاروالۍ وايي چې د ښار شپاړلسمې ناحیې په ۲۳م او ۲۴م ګذر کې د ۱۷ میلیون افغانیو په لګښت د کوڅو جوړولو چارې بشپړې شوې.