د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، په دغه ولایت کې د یوې ښځې د ځانوژنې په بدل کې بله ښځه د خسرګنۍ له لوري وژل شوې ده.
د پکتيا امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ په یوه موټر کې بار ۵۰ کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او ترلاسه شوي دي.
د ننګرهار د بدني روزنې او ورزش رياست له خوا د واليبال رمضان جام شپنۍ سيالۍ پيل شوې.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، د دغه ولايت ګوشتې ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ نښته کې څلورو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د سمنګان د ترافیکو مدیریت مسوولین وايي، سږ کال په دغه ولایت کې څه باندې ۶۱۷ ترافیکي پېښې شوې چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په کډون ۴۰۹ کسان مړه او ټپیان شوي دي.
بامیان امنیتي سرچینې وایي چې د روان کال په ترڅ کې د جنایي جرمونو په تور ۳۸۶ کسان نیول شوي او د نشهیي توکو د تولید څو کارخونې له منځه وړل شوې دي.
سمنګان کې یو شمېر بڼوال چې د انجې بوټي روزلو او کرلو لپاره یې میوهلرونکې ونې وهلې وې، اوس یې د یاد بوټې د شیرې بیې ټیټېدو له امله د باغونو جوړولو په ځانګړې توګه د بادام نیالګیو کېنولو ته لېوالتیا ډېره شوې ده.
سیمهییز مسوولین وایي، د کونړ ولایت په وټهپور ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۳ میلیون افغانیو په لګښت د یوه کانال بیارغولو او د یوه سربند جوړولو چارې پیل شوې.
د نیمروز ټولګټو چارو ریاست وايي چې د ۶۰ میلیون افغانیو په لګښت د دغه ولایت د ورېښمو پله له ساحې د ګمرک تر ۳۰ متره حلقوي سړکه پورې د دوه کیلومتره سړک پخولو چارې پیل شوې.
سرپل کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې یوې ښځې خپل خاوند وژلی دی.
د غزني حکومتي مسوولین وايي چې له ایرانه په زور را ایستل شوو لسګونو ځوانانو ته حرفوي زدهکړې ورکړل شوې.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې سږ کال دغه ولایت ته ۱۴ زره داخلي او بهرني سیلانیان ورغلي دي.