د لوګر مرکز پلعلم ښار کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پيل شو چې له مخې به یې سل زره میوهلرونکي او غیر مېوهلرونکي نیالګي کېښودل شي.
د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو سرپرست وزیر وايي چې له سیاسي تحول وروسته په ټول هېواد کې ملي یووالي رامنځته شوی، د ټولو حقوق خوندي دي او څوک پرې تېری نه شي کولای.
د نوي تعلیمي کال په درشل کې یو شمېر نجونې له اسلامي امارته غواړي څو د اسلامي حجاب په رعایتولو سره نجونو ته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تلو اجازه ورکړي.
حکومتي مسوولین وايي چې په ننګرهار او غزني ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله اوو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د خوست ځايي مسوولين وايي چې د دغه ولایت استخباراتو د تېرو دوو میاشتو په موده څه باندې ۱۰۰ ميله ناقانونه سپکې او درنې وسلې کشف او ترلاسه کړې دي.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې سرپرست وايي، روان کال کې د دې ادارې له انسټیټیوټونو څخه ۳۶ زره کسان فارغ شوي چې زر تنه به یې د استادانو په توګه وګومارل شي.
ځايي مسوولين وايي، د خوست ښار پر بېلابېلو څلور لارو لګېدلي ترافيکي څراغونه فعال شول چې له مخې به يې تر يوه حده ترافیکي نظم رامنځته شي.
د ۲۰۹ الفتح قولاردو مسوولین وایي چې په شمالي ولایتونو کې یې د واورې ورښت پر مهال سلګونه کسان او څه باندې ۶۰۰ زره څاروي له تلف کېدو ژغورلي دي.
یو شمېر خلک د کابینې د هغې پرېکړې هرکلی کوي چې له مخې د پل محمودخان – چهاراسیاب عمومي سړک نیمګړي چارې بشپړیږي.
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار کې د پسرلي په رانږدې کېدو د زينتي، مېوهلرونکو او بېمېوې نیالګیو پېر او پلور ډېر شوی دی.
د سرپل ځايي مسوولین وايي، په دغه ولايت کې د تېرې اونۍ واورې ورېدو له امله روغتيايي مرکزونو ته غځېدلې لارې تړل شوې چې پایله کې یې دوې ښځې او پنځه ماشومان مړه شوي دي.
کابینې د ټولګټو وزارت ته دنده سپارلې چې د راتلونکي کال په پیل کې دې له پل محمودخان څخه تر چهاراسیاب پورې د کابل – لوګر سړک د جوړولو پاتې چارې پیل او بشپړې کړي.