د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال د ملګرو ملتونو له یوې استازې سره په لیدنه کې ویلي، بېوزلي او بېکاري له تېر حکومته پاتې دي او اړتیا ده چې له افغانانو سره بشري مرستې ډېرې شي.
کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو د اسیایي دفتر مشرې سره په لېدنه کې ویلي، د نظام اصول ورته تر بل هر څه زیات ارزښت لري او هر فعالیت باید له اصولو سره سم ترسره شي.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رییس د ږيرې پر پرېښودو او د حضرت محمد (ص) په سیرت او صورت د ځانونو پر برابرولو ټینګار کوي، وایي، هیچا ته اجازه نشته چې رسنیو کې په اسلامي امارت پسې وغږيږي.